هلمند کې زرو مالدارانو سره د مرستې لړۍ پیل شوه

۲۶چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۱۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت لخوا، د بشري خیریه مؤسسې په مالي همکارۍ مرکز لښکرګاه کې زرو تنو مالدارانو سره د حیواني توکو د مرستې لړۍ پیل شوه.
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې یادو مالدارانو ته د څارویو حیواني خوراکي توکو او د حیواني ناروغیو مخنیوی په اړه روزنه هم ورکړل شوې ده چې په تعقیب یې یادو مالدارانو سره د اړینو توکیو مرسته هم ترسره کېږي.
ددغو مرستو په لړ کې هر یوه تن ته د شېدو یو عدد سطل، د شېدو د ساتلو ډبه، د شېدو لوټه، د شېدو فلتر او د څارویو د تقویې لپاره منرالي خښتې وېشل کېږي.
د یادولو وړ ده چې د مستحقو کورنیو د سروې لړۍ د یو ګډ پلاوي لخوا مخکې ترسره شوې ده.
د هلمند کې د کرنې ریاست هڅه کوي ترڅو د بېلابېلو برنامو له لارې د بزګرو او مالدارو لاسنیوی وکړي ترڅو ددوی په کرنیز او مالدارۍ اقتصاد کې بهبود او نوښت رامنځته شي.