د ننګرهار دکرنې ریاست: دکرنې پوهنځی زده کړیالانو ته په عملي برخو کې روزنه ورکول کېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۴:۲
د ننګرهار دکرنې ریاست: دکرنې پوهنځی زده کړیالانو ته په عملي برخو کې روزنه ورکول کېږي

۱۹چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځی د اګرانومي ډیپارټمنټ امر ډاکتر عصمت الله درانی د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي محسن سره د کرنې پوهنځی د لیسانس او ماسترۍ برنامو د عملي زده کړو په موخه وکتل.
داکتر عصمت الله درانی وویل دوي د ماسترۍ برنامي په دري څانګو کې ۹۰ تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې دنظري زده کړو سربېره په عملي برخه کې هم باید وروزل شي، نو موږ غواړو یادو زده کړیالانو ته د ننګرهار کرنې ریاست په لابراتوارونو، څیړنیزو مرکزونو، ماشین الاتو، ناروغیو تشخیص لابراتوارونو او نوررو اړونده برخو کې عملي زده کړي ورکړو.
ښاغلي درانی زیاته کړه ذکر شوي ۹۰ تنه زده کړیالان په مختلفو ۹۰ نباتي څیړنو بوخت دي او زموږ هڅه داده، چې په ننګرهار کې پر ممپلیو، شولو، رومیانو، کچالو او نورو برخو ډېر کار وکړو.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن په ننګرهار پوهنتون کې د ماسترۍ برنامې په پبل کېدو خوښي وښوده او په عملي برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۰:۳
Background image

د افغانستان د زعفرانو نړۍوال سوداګریز مرکز څخه لیدنه

۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش

۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند، هرات ولایت ته د سفر پر مهال د افغانستان د زعفرانو نړۍوال سوداګریز مرکز څخه لیدنه وکړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۹:۱۶
Background image

د میدان وردګو جلریز ولسوالی کې پر یوشمېر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په جلریز ولسوالی کې د همکارو مؤسسو  په تخنیکي همکارۍ د یوشمېر مستحقو بزګرانو ترمنځ د غنمو اصلاح. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۹:۱۳
Background image

خوست کې د پخوانیو روږدو د ملاتړ او اقتصادي پیاوړتیا په موخه وزې ووېشل شوې

د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د «اکشن اېډ» مؤسسې په همکارۍ د مرکز اړوند ۳۳ پخوانیو روږدو کسانو ته د اقتصادي ملاتړ، بیا ادغام او مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه د وزو د وېش. . .

بازگشت