د هلمند نادعلي کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۱۲:۵۳
د هلمند نادعلي کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند دنادعلي ولسوالی څارویو روغتیا او بوټو ساتنې مدیریتونو له لورې، ددې ولسوالی په مربوطاتو کې دحيواني او نباتي  درمل پلورونکو هټيو څخه څارنه او کنټرول ترسره شوه. 
  د دغه کنټرول موخه د بې کيفيته او تاريخ تېرو درملو  پلور مخنیوي، په خپل سر د هټيو پرانیستل او د غير قانونې درمل او واکسینونو د واردولو مخنيوي دی.
ددې کنټرول په پايله کې يو شمېر هغه هټۍ چې د فعاليت جواز وخت يې تېر ؤ او او یایې جوازونه نه درلودل  سپارښتنه ور ته وشوه، چې خپل  جوازونه واخلي او یایې  نوي کړي او ترڅنګ يې يوه اندازه تاريخ تېر درمل ورڅخه راټول شول.
 همدارنګه  سپارښتنې ورته وشوې، چې په راتلوونکې کې د غير معياري هټيو د پرانستلو، د بې کيفيته درملو او واکسینو د پلور او واردولو څخه په کلکه ډډه وکړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۳۶
Background image

کابل کې پر یوشمېر کورنیو د چرګانو پالنې توکي ووېشل شول

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د کلیو بیا ودانۍ ادارې «آر.آر.اې.اې» په همکارۍ «په افغانستان کې د اغېزمنو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۲:۲۶
Background image

کندهار کې د انار په نوم درې ورځنی ملي نندارتون پرانیستل شو

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار په ولایت کې د کډوالو نړۍوالې ادارې «ای.او.ام» په مالي ملاتړ او د یو خصوصي شرکت په تخنیکي همکارۍ د انارو په نوم درې ورځنی ملي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۹:۴۶
Background image

د روزګان چهار چینو ولسوالی کې پر ۱۱۸ اړمنو کورنیو وزې ووېشل شوې

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د چارچینو په ولسوالی کې د افغان پرمختیايي مؤسسې په مالي. . .

بازگشت