نورستان کې یوشمېر بزګران وزول شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۴:۴
نورستان کې یوشمېر بزګران وزول شول

۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت مرکز پارون ډېوه، کشتکی او پرونس کلیو بزګرانو ته د کچالو کروندو د ناروغیو مخنیوی او دغه راز د کچالو حاصل ټولولو په پار روزنیز پروګرام په لاره اچول شوې وه.
د نورستان دکرنې ریاست د چارواکو په خبره په دې روزنیز پروګرام کې بزګرانو ته د کچالو کرکیلې، د ناروغیو او افتونو کنټرول او دغه راز د حاصل ټولولو په برخه کې فني او مسلکي سلا مشورې ورکړل شوي دي.
ددې پروګرام موخه د بزګرانو وړتیاورې لوړول او په ټوله کې میکانیزه کرکیلې ته د بزګرانو هڅول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت