د هلمند ګرمسېر کې یوشمېر بزګران وروزل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۳:۱۶
د هلمند ګرمسېر کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
 د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګرمسېر ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت لخوا د یادې ولسوالی بزګرو ته د جوارو او نورو کرنیزو توکو د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.
 په دې لړ کې بزګرو ته د بېلابېلو نباتي ناروغیو مخنیوی، کتاري کرنې، اوبولګولو، د بیکاره وښو لیرې کولو، د کیمیاوي سرې کارونې او نورو برخو کې هر اړخیزې زده کړې ورکړل شوې.
دغه زده کړې هغو بزګرو ته په لاره اچول شوي دي، چې څه موده مخکې ورته دکرنې ریاست لخوا اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل سوي دي.
د هلمند ولایت کرنې ریاست هڅه کوي، چې د مرکز لښکرګاه په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو بزګرانو ته د زده کړو دغه لړۍ روانه وساتي ترڅو د ځمکوالو د حاصلاتو په بهبود کې نوښت رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت