د میدان وردګو سیدآباد کې پر ۸٠ کورنیو وزې ووېشل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۴:۳۱
د میدان وردګو سیدآباد کې پر ۸٠ کورنیو وزې ووېشل شوې

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
دمیدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د پراختیاي ادارې په مالي او د کرنې او کلیوالي پراختیا مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په سیداباد ولسوالی کې پر ۸٠ بېوزلو کورنیو وزې او اړونده توکي وېشلي دي.
ددې مرستې په لړ کې هرې کورنۍ ته  وزې او د څارویو خوراکي توکي ورکړل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د نوموړو کورنیو د تشخیص او انتخاب سروې په شفاف ډول ترسره شوې ده.
ددې مرستې موخه د بېوزلو کورنیو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ته وده او پراختیا ورکول دي.
په همدې حال کې، له دغو مرستو برخمن شوي کورنۍ له یادې مرستې خوښي وښوده او په راتلونکي کې یې هم، د لا نورو همکاریو غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت