د ننګرهار بټې کوټ کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۱:۵۲
د ننګرهار بټې کوټ کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د  بټې کوټ ولسوالی څارویو روغتیا او بوټو ساتنې مدیریتونو له لورې، ددې ولسوالی په مربوطاتو کې دحيواني او نباتي  درمل پلورونکو هټيو څخه څارنه او کنټرول ترسره شوه. 
  د دغه کنټرول موخه د بې کيفيته او تاريخ تېرو درملو  پلور مخنیوي، په خپل سر د هټيو پرانیستل او د غير قانونې درمل او واکسینونو د واردولو مخنيوي دی.
ددې کنټرول په پايله کې يو شمېر هغه هټۍ چې د فعاليت جواز وخت يې تېر ؤ او او یایې جوازونه نه درلودل  سپارښتنه ور ته وشوه، چې خپل  جوازونه واخلي او یایې  نوي کړي او ترڅنګ يې يوه اندازه تاريخ تېر درمل ورڅخه راټول شول.
 همدارنګه  سپارښتنې ورته وشوې، چې په راتلوونکې کې د غير معياري هټيو د پرانستلو، د بې کيفيته درملو او واکسینو د پلور او واردولو څخه په کلکه ډډه وکړي.
دغه راز د مصنوعي القاح تطبیق کوونکو ډاکترانو ته د ښو او غوره استراګانو د کارولو ترڅنګ د مالدارانو اقتصادي وضعیت درک او له هغوی سره دغوره انساني چلند ترسره کولو سپارښتنه وشوه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

هلمند کې لسګونو مالدارانو ته عامه پوهاوی ترسره شو

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت په همغږۍ، د وزارت له لوري راغلي تخنیکي پلاوي د مرکز. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۳۷
Background image

فراه کې ۱۴۸ مستحقو بزګرانو ته د کرنې او بڼوالۍ اړوند مرستې وویشل شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د «سی‌اچ‌اې» مؤسسې له لوري او د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.اف.پي» په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۱۲
Background image

د ننګرهار کوز کونړ ولسوالی کې ۱۵۰۰ بزګرانو ته د اصلاح شويو غنمو د تخم وېش لړۍ پیل شوه

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف.اې.او»  په مالي لګښت او د «نوي مشورتي او. . .

بازگشت