د کرنیزو غنمو تخم بیې ټاکلو په موخه غونډه دائره شوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۷ - ۱۴:۲۰
د کرنیزو غنمو تخم بیې ټاکلو په موخه غونډه دائره شوه


۷ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ د غنمو د مورني او بنیادي کرنیزو تخمونو  د بیې د ټاکلو په موخه غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې دکرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې او د توافقي او تطبیقي څیړنې ریاستونو، دکرنیزو تخمونو ملي بورډ، دکرنیزو تخمونو د تولید ټولنې، د کرنیزو تخمونو تولیدي شرکتونو، د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي رییس او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې چارواکو برخه اخیستې وه.
مولوي صدر اعظم عثماني بزګرانو ته د غنمو د تخمونو وېش د حاصلاتو د زیاتوالي په برخه کې مهم وباله او ویې ویل: "سږ کال مو  ۶۰ زره متریک ټنه د غنمو کرنیزو تخمونو د وېش هدف ټاکلی دی، خو د کرنیزو تخمونو اړتیا تر ۲۰۰ زره متریک ټنه زیاته ده. اړتیاده چې څېړنې ډېر او د کرنیزو تخمونو تولید زیات شي."
په دې غونډه کې دکرنیزو تخمونو تصدیق ورکونې ریاست، د څېړنو ریاست، د کرنیزو تخمونو ټولنې او د کرنیزو تخمونو تولیدي شرکتونو له خوا  هر متریک ټنه کرنیز تصدیق شوي د غنمو تخم ته  ۳۶ زره ۶۰۵ افغانۍ، بنیادي  تخم لپاره ۴۰ زره ۲۶۶ افغانۍ او د مورني تخم لپاره ۴۲ زره ۵۶ افغانۍ تر ټاکنې وروسته د غونډې د غړو له خوا تایید شو.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي په موخه پر بزګرانو  د غنمو اصلاح شوي تخم ووېشي، چې  له ناروغیو او آفتونو څخه پاک او د مختلفو سیمو له اقلیم سره موافق وي.

جلسه به‌منظور تعین قیمت تخم بذری گندم دایر گردید
۷ سرطان ۱۴۰۳  هـ.ش
جلسه به رهبری مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌منظور تعین قیمت تخم تصدیق شده بذری، مادری و بنیادی گندم دایر گردید.
در این جلسه مسوولین ریاست‌های تصدیق‌دهی تخم‌های بذری، تحقیقات توافقی و تطبیقی، بورد ملی تخم‌های بذری، اتحادیه تولید تخم‌های بذری، شرکت‌های تولید کننده تخم بذری، رییس پوهنځی زراعت پوهنتون کابل و مسوول سازمان خوراک و زراعت ملل متحد اشتراک نموده بودند.
مولوی صدراعظم عثمانی توزیع تخم بذری گندم برای دهاقین را در ازدیاد حاصلات مهم پنداشته گفت:« امسال ۶۰ هزار متریک تُن تخم بذری گندم را تارگیت قرار داده ایم اما نیاز تخم بذری بیش از ۲۰۰ هزار متریک تُن است که نیاز است تا تحقیقات بیشتر و تولید تخم بذری زیادتر گردد.»
در این جلسه برای هر یک متریک تُن گندم تصدیق شده ۳۶ هزارو ۶۰۵ افغانی، برای تخم بنیادی ۴۰ هزارو ۲۶۶ افغانی و برای تخم مادری ۴۲ هزارو ۵۶ افغانی از طرف ریاست تصدیق‌دهی تخم‌های بذری، ریاست تحقیقات، اتحادیه تولید تخم بذری و شرکت‌های تولید تخم بذری حد اوسط قیمت تعین شد که مورد تایید اعضای جلسه قرار گرفت.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در نظر دارد با توزیع تخم بذری گندم برای دهاقین میزان حاصلات گندم افزایش، عاری از امراض و آفات نباتی و موافقت با اقلیم مناطق مختلف داشته باشد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت