هلمند کې دحیواني درمل پلورنځیو د معیاري کولو په پار هڅې 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۶ - ۹:۱۱
هلمند کې دحیواني درمل پلورنځیو د معیاري کولو په پار هڅې 

۵ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت د پلان له مخې په دې ولایت کې د حیواني درملتونونو او پلورنځيو د معیاري کولو په موخه د څارنې او ارزونې لړۍ پیل شوې ده.
د همدې پروسې په لړ کې په مرکز لښکرګاه کې د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر حافظ هدایت الله هدایت او اړونده کارمندانو لخوا له ګڼو حیواني درملتونونو او د پلور له مراکزو لیدنې او ارزونې تر سره شوې. 
د ندې څارنې په لړ کې د ګڼو هغو حیواني پلورنځیو هټۍ وتړل شوې، چې د کرنې وزارت د کړنلارې له مخې یې فعالیتونه نه ترسره کول او ترڅنګ یې له بېلابېلو درمل پلورنځیو تاریخ تېر درمل هم راټول او ضبط شول.
همدارنګه د یادې څارنې په ترڅ کې هغه شمېر دوا پلورونکي چې مسلکي وړتیا نلري ددرملو له پلور، دامراضو تشخیص، وقايې او په دې برخه کې له کار کولو څخه منع شوي دي.
ددغې څارنې او ارزونې سره به هلمند کې د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو، غیر مسلکي کسانو او د کيمیاوي موادو د اضرارو مخنیوی وشي او مالدارانو ته به باکیفیته خدمتونه وړاندې شي.
ددې پروسې موخه دادی ترڅو هلمند کې دغه ډول مراکز معیاري او په ټولو شرایطو برابر شي، ترڅو مالدارو ته معیاري او مسلکي خدمات وړاندې شي او د راتلونکو احتمالي خطراتو مخه ونیول شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

هلمند کې لسګونو مالدارانو ته عامه پوهاوی ترسره شو

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت په همغږۍ، د وزارت له لوري راغلي تخنیکي پلاوي د مرکز. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۳۷
Background image

فراه کې ۱۴۸ مستحقو بزګرانو ته د کرنې او بڼوالۍ اړوند مرستې وویشل شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د «سی‌اچ‌اې» مؤسسې له لوري او د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.اف.پي» په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۱۲
Background image

د ننګرهار کوز کونړ ولسوالی کې ۱۵۰۰ بزګرانو ته د اصلاح شويو غنمو د تخم وېش لړۍ پیل شوه

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف.اې.او»  په مالي لګښت او د «نوي مشورتي او. . .

بازگشت