د لوی اختر په درشل کې د ګانګو وینه بهېدونکې تبې پر وړاندې د مجادلې کمپاین پیل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۰:۲۸

۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د لوی اختر د رارسېدو په درشل کې دا اړتیا محسوسوي، چې د هېوادوالو د روغتیا خوندي کولو په پار د کانګو تبې پر وړاندې د مجادلې کمپاین پیل او په دې هکله خلکو ته لازم معلومات وړاندې کړي.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ګانګو وینه بهېدونکې تبې د خپرېدا د مخنیوي لپاره د لوی اختر په درشل کې د مجادلې او پوهاوي ځانګړی کمپاین پیل کړی دی، چې په ترڅ کې یې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې څاروي او دڅارویو ځایونه دواپاشي کېږي او ترڅنګ یې خلکو ته ددې ناروغۍ په هکله لازم معلومات هم ورکول کېږي.
کانګو یا د وینې بهوونکې تبه یوه وژونکې ناروغي ده. دغه وینه بهوونکې ناروغي د څارویو له لارې انسانانو ته لېږدي، چې په لوی اختر کې یې د خپرېدو وېره ډېره وي. کانګو تر ډېره د حشرو، کنو او خځندو او یا هم د څارویو لخوا انسانانو ته لېږدي. د غه تبه په څارویو او انسانانو کې یوه ګډه ناروغي ده، چې ډېری وخت له څارویو څخه انسانانو ته لېږدول کېږي او کله نا کله د انسانانو د مړینې لامل هم کېږي. له کنو څخه د خلاصون غوره خوندي لاره د څارویو او د هغوی د ځایونو درمل شیندنه او په عمومي ډول د حفظ الصحې رعایتول ده ترڅو د ناروغۍ د خپریدو مخه ونیول شي.
په کانګو ناروغۍ د اخته کس پر بدن د وینو تڼاکې راخېژي او تبه هم ورسره لري. دا ناروغي عموماً له حېواناتو انسانانو او بیا پرې له اخته کسانو نورو ته لېږدي؛ لومړنۍ علامې یې سخته تبه، سردردي او د ملا شخوالی دی. پرمخ تللي حالت کې یې بیا تر پوټکي لاندې شنه ټکي، خوا ګرځېدل او بالاخره له خولې او پزې د وینې جریان شامل دي. په دغې ناروغۍ د اخته کسانو درملنې احتمال په لومړیو دریو - څلورو اونیو کې شته او که دې موده کې یې درملنه و نه شي، کېدای شي، ژوند له لاسه ورکړي.
ډاکټران وايي، په دې ناروغۍ د اخته کېدو د مخنیوي لپاره باید د څارویو سره د مخ کېدو پر وخت دستکشې (لاس ماغو)، ماسک، موزې او سپینه چپنه واغوستل شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۳
Background image

کندهار کې د کرنیزو درملو د قاچاق مخه ونیول شوه؛ ۱۵ کارټنه ناقانونه مواد ضبط شول

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو د کندهار ښار د اوومې ناحیې د باغ‌پُل په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار کندز ته د تخنیکي پلاوي سفر

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۶
Background image

د خوست نادرشاه کوټ کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

بازگشت