د سیاس ګروپ شرکتونو له رییس سره د کرنې وزیر لیدنه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۹ - ۹:۳۶
د سیاس ګروپ شرکتونو له رییس سره د کرنې وزیر لیدنه

۱۹ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د خپل کار په دفتر کې د سیاس ګروپ شرکتونو له رییس نجم الدین سیاس سره، چې د خوراکي توکو د کیفیت د کنټرول په برخه کې کار کوي، وکتل او د هغوی د پانګونې طرحه یې واورېد.
د سیاس ګروپ شرکتونه له فعالو شرکتونو څخه دی، چې د کیفیت د کنټرول په بېلابېلو برخو؛ لکه د خړونیزو توکو د کیفیت کنټرول، د نفتي موادو او سون توکو د کیفیت دکنټرول په برخه کې کار کوي.
ياد شرکت غواړي، چې د کرنې په سکتور او نورو برخو کې لکه؛ د خوراکي توکو د کیفیت د کنټرول لابراتوارونو جوړول، کیمیاوي سرې او آفت وژونکو په برخه کې هم پانګونه وکړي، چې په دې موخه یې د کرنې وزیر ته خپله طرحه وړاندې کړه او د کرنې وزارت د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
په همدې حال کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د سیاس ګروپ شرکتونو د مسوولینو د لېوالتیا هرکلی وکړ او دوی ته د کرنې وزارت له لوري د لازمو همکاریو ډاډ ورکړ.
د کرنې وزارت ژمن دی، چې د کرنې او مالدارۍ او نورو برخو کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره کړي.

دیدار وزیر زراعت با رئیس شرکت‌های سیاس گروپ 
۱۹ جوزا ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با نجم الدین سیاس رئیس گروپ کمپنی‌های سیاس گروپ که در بخش کنترل کیفیت مواد غذایی کار می‌کنند دیدار  و طرح سرمایه گذاری‌شان را استماع نمود.
شرکت‌های سیاس گروپ از شرکت‌های فعال است که در بخش کنترل کیفیت در بخش‌های مختلف چون کنترل کیفیت مواد غذایی، مواد نفتی و مواد سوخت کنترل کیفیت می‌کنند.
شرکت متذکر می‌خواهد که در سکتور زراعت و در بخش‌های؛ ایجاد لابراتوارهای کنترل کیفیت مواد غذایی، کود کیمیاوی و آفت‌ کش‌ها نیز سرمایه‌گذاری کنند که بدین منظور پیشنهاد سرمایه گذاری‌شان را به وزیر زراعت پیشکش کرده و خواستار همکاری وزارت زراعت شدند.
در همین حال مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت از ابراز علاقمندی مسوولان شرکت‌های سیاس گروپ استقبال کرده و اطمینان همکاری لازم را از سوی وزارت زراعت برایشان سپرد.
وزارت زراعت متعهد به فراهم سازی زمینه های سرمایه‌گذاری برای سرمایه‌گذاران داخلی و خارجی در سکتور زراعت و مالداری و سایر بخش‌ها است.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۳
Background image

کندهار کې د کرنیزو درملو د قاچاق مخه ونیول شوه؛ ۱۵ کارټنه ناقانونه مواد ضبط شول

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو د کندهار ښار د اوومې ناحیې د باغ‌پُل په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار کندز ته د تخنیکي پلاوي سفر

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۶
Background image

د خوست نادرشاه کوټ کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

بازگشت