کرنې وزارت کې د څړځایونو دسروې او پېژندې روزنیز ورکشاپ دائر شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۹:۴
کرنې وزارت کې د څړځایونو دسروې او پېژندې روزنیز ورکشاپ دائر شو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې د طبیعي سرچینو لوی ریاست، د ځمکو چارو ریاست او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د کوچیانو چارو د انسجام ریاست د کارکوونکو د وړتیا لوړولو په موخه د څړځایونو د سروې او پېژندنې روزنیز ورکشاپ دائر شو.
ددې ورکشاپ په پیل غونډه کې، د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو لوی رییس مولوي عبدالاحد خلیل وویل: «څړځایونه عامه ملکیت او له دولت سره امانت دي. د څړځایونو ساتنه د دولت دنده ده. څړځایونه باید له سره سروې او تشخیص شي، ځکه چې هم غصب شوي او هم ویجاړ شوي دي.»
دکرنې وزارت د دفتر رييس ملا حسين احمد خورشيد په دې اړه وويل: «پخوا څړځایونه ددولت په واک کې نه وو خو اوس چمتو دی، چې ترې ساتنه وکړي او بیا ورغول شي.»
په ورته وخت کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د کوچیانو چارو د انسجام رییس مفتي لعل محمد له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه، چې کوچیانو ته زیاته پاملرنه وکړي.«کوچیان د هېواد د اقتصاد په وده کې رغنده رول لوبوي، که غوښه یا لبنیات دي د کوچیانو له خوا تولیدېږي، څړځایونه غصب شوي یا له منځه تللي دي، کوچیان ملکیت نه لري او په څړځای او تګ راتګ کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، دا اړینه خبره ده، چې د کوچیانو د څړځایونو ستونزې هوارې شي.»
دغه ورکشاپ چې دوه ورځې دوام کوي، په لومړۍ ورځ یې ګډونوالو ته د کرنې په وزارت کې د څړځآیونو د غوره مدیریت په اړه عملي توضیحات ورکول کېږي او په دویمه روځ د څړځآیونو په سیمه کې ګډونوالو ته په عملي بڼه د څړځایونو مدیریت ښودل کېږي.
څړځایونه یوه مهمه خوړنیز ځنځیر جوړوي، چې اقتصادي ارزښت لري، د علوفې ترڅنګ طبي بوټې هم شتون لري، چې غوره عواید لري. فاریاب، جوزجان، سمنګان، بلخ، کندز، بدخشان او سرپل د نورو سیمو په پرتله پراخ څړځآیونه لري، ددې ترڅنګ د هېواد په نورو سیمو کې هم څړځایونه شتون لري.

ورکشاپ آموزش سروی و تشخیص چراگاه‌ها در وزارت زراعت دایر گردید
ورکشاپ آموزشی سروی و تشخیص چراگاه‌ها به منظور ارتقای ظرفیت کارمندان موظف ریاست عمومی منابع طبیعی، ریاست اراضی و ریاست انسجام امور کوچی‌های وزارت اقوام و قبایل در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری دایر گردید.
مولوی عبدالاحد خلیل رییس عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت در آغاز این ورکشاپ گفت:« علفچرها ملکیت عامه است و امانت نزد حکومت و حفاظت از علفچرها مسوولیت دولت است، علفچرها باید دوباره سروی و تشخیص گردد چون هم غصب شده اند هم تخریب.»
ملا محمد حسین خورشید احمد رییس دفتر وزارت زراعت در این باره گفت:« علفچرها پیش از این در دسترس دولت نبوده و حالا آماده است تا از آن حفاظت گردیده و دوباره احیای گردد.»
در همین حال، مفتی لال محمد رییس انسجام امور کوچی وزارت امور سرحدات اقوام و قبایل خواستار توجه بیشتر  امارت اسلامی بر کوچی‌ها شده گفت:« کوچی‌ها در رشد اقتصاد کشور نقش عمده دارند، اگر گوشت و یا لبنیات است توسط کوچی‌ها تولید می‌شود، علفچرها غصب شده و یا هم تخریب شده اند کوچی‌ها ملکیت ندارند و مشکلات زیادی در بخش علفچر و منازعات سیرالعبور دارند و ضروراست که مشکل علفچر کوچی‌ها حل گردد.»
این ورکشاب که به مدت دو روز ادامه دارد، که روز اول آن پیرامون موضوعات مرتبط به مدیریت بهتر علچرها در داخل وزارت زراعت به گونه نظری برای اشتراک کننده گان برگزار شده و روز دوم آن در ساحات دارای علفچر به گونه عملی برای اشتراک کننده گان توضیح داده می شود.
علفچرها یک زنجیره غذایی مهم را تشکیل می‌دهند که ارزش اقتصادی دارند، در کنار علوفه نباتات طبی نیز وجود دارد که عاید خوبی دارد، فاریاب، جوزجان، سمنگان، بلخ، کندز، بدخشان و سرپل بیشترین ساحه علفچر را دارا می‌باشند هم‌چنان در سایر مناطق کشور علفچر نیز وجود دارد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

خوست کې یوشمېر بزګرانو ته شنې خونې جوړېږي

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په همکارۍ په دې ولایت کې د موسمي سبو د کرکیلي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د ننګرهار کوټ ولسوالی کې څه باندې درې زره منه غنم د رڼې بولۍ له لارې وپلورل شو

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کوټ ولسوالی د عشر مدیریت د ولسوالی د ګډ پلاوي په حضور کې درې  زره او ۱۹۰ منه غنم  د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۲:۱۷
Background image

د کرنې وزارت او دملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې ترمنځ د ګډو ودانیزو پروژو د پیل په پار دهمغږۍ غونډه دایره شوه

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» ترمنځ د لسګونو ودانیزو پروژو د پيل په پار د همغږۍ. . .

بازگشت