د ننګرهارکانال شرکت په څلور ګونو فارمونو کې د شاتو مچیو د روزنې کاروبار غوړېدلی

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۹:۱۱

۹ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت، د شاتو مچیو روزنې صنعت د پراختیا او د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په پار د شاتو مچیو روزونکو سره په ګډه هڅې پیل کړي دي، ترڅو په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې صنعت ته وده او پراختیا ورکړي.
د ننګرهارکانال شرکت د مسوولينو په وينا ، ددې کانال په څلورګونو فارمونو کې اوسمهال د  شاتو مچیو روزنې سکټور په غوړېدو دی اوپه دې برخه کې ګڼ شمېر هېوادوال په کاروبار بوخت دي.
د ننګرهارکانال په شته فارمونو کې د مچیو د روزنې زمینه مساعده ده او دا مهال د هېواد د نورو ولایتونو څخه ډېرو کسانو مچۍ ننګرهار کانال یادو فارمونو ته راوړي دي، چې دلته ‌ورته روزنه وکړي او ترې ښه عسل ترلاسه کړي.
د شهدو کاروباریان وايي، چې پلوڅه شهد، شینشوبې شهد او د بېرې شهد دلته په ننګرهارکې ډېر مینه وال لري.
باید وویل شي، چې ننګرهارکانال پخپلو شته فارمونو کې د شهدو مچیو روزنې او ترې سوچه شهد ترلاسه کولو په موخه کابو ۲۳ زره د بېرې ونې کرلي دي.
په ننګرهار کې د شاتو مچیو د روزنې زمینه مساعده ده او دا مهال په دې ولایت کې یوشمېر کسانو شاتو مچیو روزلو ته مخه کړي، چې دلته یې روزنه وکړي او ترې ښه عسل تر لاسه کړي.
افغانستان د شاتو مچيو روزلو او شاتو توليد لپاره مناسبه هوا او چاپېريال لري او دا د دې لامل شوې، چې په دې هېواد کې د شاتو مچيو روزلو صنعت ورځ تر بلې وده وکړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۱:۵
Background image

نورستان کې سلګونو اړمنو بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اې‌وای‌اس‌او» مؤسسې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۳۰
Background image

ننګرهار کې د غنمو ننداریزو کروندو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي همکارۍ او د کرنې وزارت په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې د غنمو ننداریزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۴
Background image

د روزګان خاص روزګان ولسوالی کې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۵ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو ، د «ان‌ارسي‌سي» مؤسيسې په تخنیکي او د خوړو نړۍوالې ادارې په مالي همکارۍ، د روزګان. . .

بازگشت