ننګرهار کې دکوچیانو څارویو ته  کانګو وینه بهیدونکي ناروغۍ پر وړاندې د درمل شېندلو  کمپاین پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۹:۵۱
ننګرهار کې دکوچیانو څارویو ته  کانګو وینه بهیدونکي ناروغۍ پر وړاندې د درمل شېندلو  کمپاین پیل شو

۹ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې دکوچیانو څارویو ته  کانګو وینه بهیدونکي ناروغۍ پر وړاندې د درمل شېندلو  کمپاین پیل شو، چې د ننګرهار په درېیو ولسوالیو  دره نور، سره رود او ګوشته کې د کوچیانو څارویو ته د وترنرۍ سیمه ییزو کلینیکونو مسؤلینو پرمټ  پلي کېږي.
د  ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن وویل، چې د کانګو  مخنیوی لپاره د سیمه ییزو واحدونو ډاکترانو ته  نګاوان، درملو شیندلو پمپ، موزې، ماسک، لاس مینځلو مایع  او عینکې ورکړل شوي، ترڅو په اړونده ولسوالیو کې د مالدارانو څاروېو او غوجل کې درمل وشیندې او د کنو پروړاندې مبارزه وکړي .
د ننګرهار دکرنې رییس د وترنرۍ سیمه ییزو مسؤلینو ته ولسونو سره د ښې چلند،  انصاف، خپل مسلک ته ژمن پاتي کېدو او غوره چوپړتیاوو ترسره کولو سپارښتنې وکړې.
ښاغلي محسن زیاته کړه د مالدارۍ سکتور دپیاوړتیا لپاره  به نه ستړې کیدونکي هڅې وکړې، ترڅو پرځان بسیا شو.
د کانګو تبه یو وېروسي ناروغي ده، چې د حشرو، کنو او خځندو او یا هم د څارویو لخوا انسانانو ته لېږدي. د غه تبه په څارویو او انسانانو کې یوه ګډه ناروغي ده، چې ډېری وخت له څارویو څخه انسانانو ته لېږدول کېږي او کله نا کله د انسانانو د مړینې لامل هم کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۴۶
Background image

پکتیکا کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسؤلینو له لوري داځل د سروضې ولسوالی اړوند د سلطانو کلي په مسیر کې د لرګیو د غیر قانوني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۱۱
Background image

د هلمند ګرمسېر کې زده کړیالانو ته د طبیعي آفتونو او ناروغیو په اړه روزنه ورکړل شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت له لوري د یادې ولسوالی د کرنې انسټیټیوټ زده کړیالانو ته د طبیعي آفتونو او نباتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۵۱
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ چارو د همغږۍ په موخه مارجې ولسوالی ته د هلمند دکرنې رییس سفر

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع، د یوه پلاوي په ملتیا مارجې ولسوالی ته رسمي سفر ترسره کړ، څو د کرنیزو چارو. . .

بازگشت