هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۱۲:۵۳
هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

۷ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۱۰۶ مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوی نیاز محمد وهاج تر څنګ دهلمند ولایت د استخباراتو ریاست رییس الحاج مولوی ناظم، د امنیې قوماندانۍ مرستیال الحاج ملا اغاولي نوراني، د کور او ښارجوړولو چارو رییس الحاج مولوي نیک محمدمعتصم، د سرحدونو او قومونو چارو رییس الحاج مولوي عبدالهادي حماد، د هلمند مستوفي الحاج ملا نعمت الله مغیره، د امارتي قضایاو آمر مولوي عبدالقاهر عاصم او د ځمکو د تنظيم آمریت کارمند انجنیر حامد بشیري هم حضور درلود.
په نننئ ناسته کې په مرکز لښکرګاه کې دپي ار ټي په سیمه کې د ٤٠ جریبه ځمکې، دمالګیر سیمه کې د ٢٢١٤.٥ جریبه ځمکې، هلمند کې د عامه مرعي ٤٠٦٩٠٠٠ جریبه ځمکې او د مارجې په ولسوالی کې د اصلاح سویو تخمونو د فارم ٧٥٠٠ جریبه ځمکې په اړه ترتیب شوي راپورونه ولوستل شول.
 تخنیکي پلاوي په یاده ناسته کې د بېلابېلو اشخاصو د ځمکو نسبتي دوسیې وارزولې د حل په اړه یې یو لړ اجرائت او سپارښتنې وکړې.
وروستیو کې د تخنیکي پلاوي لخوا په یو شمېر انفرادي عرایضو خبرې وشوې، په دې اړه پریکړه وشوه چې یاد موضوعات دې د ارتباط له حیثه مربوطه ادارو ته د حل په موخه ولېږدول شي.
په دغه ناسته کې همدارنګه د تخنیکي پلاوي غړیو په یو لړ نورو مهمو موضوعاتو هم بحث او خبرې وکړې او د چارو لا ښه بهبود په موخه یې لازمې پرېکړې وکړې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۴۶
Background image

پکتیکا کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسؤلینو له لوري داځل د سروضې ولسوالی اړوند د سلطانو کلي په مسیر کې د لرګیو د غیر قانوني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۱۱
Background image

د هلمند ګرمسېر کې زده کړیالانو ته د طبیعي آفتونو او ناروغیو په اړه روزنه ورکړل شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت له لوري د یادې ولسوالی د کرنې انسټیټیوټ زده کړیالانو ته د طبیعي آفتونو او نباتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۵۱
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ چارو د همغږۍ په موخه مارجې ولسوالی ته د هلمند دکرنې رییس سفر

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع، د یوه پلاوي په ملتیا مارجې ولسوالی ته رسمي سفر ترسره کړ، څو د کرنیزو چارو. . .

بازگشت