ننګرهار کې به سږ کال نږدې ٨٤ زره ټنه د هندواڼو حاصلات ترلاسه شي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۱۱:۵۷
ننګرهار کې به سږ کال نږدې ٨٤ زره ټنه د هندواڼو حاصلات ترلاسه شي

۷ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال د دې ولایت په کامې، ګوشتې، بټي کوټ او لعلپورې ولسواليو کې پر ۲۲۴۰ هکتاره ځمکه هندواڼې کرل شوي، چې د اټکل له مخې به ۸۳ زره او ۸۰۰ مټریک ټنه حاصل ورکړي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل؛ که څه هم سږ کال ورستیو طبیعي پېښو د بزګرانو فصلونو ته زیان اړولې دي خو بیا هم د هندواڼو حاصلات د تېر په پرتله زیات دي.
د ننګرهار کرنې رییس زیاته کړه، چې د هندوانو دفصل په رسېدو سره به زرګونه هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمېنه برابره شي.
د هغه په خبره، سږ کال د هندواڼو بېلابېلې ډولونه کرل شوي، چې حاصل يې ښه دى او پر ننګرهار سربېره د هېواد نورو سيمو ته هم استول کېږي.
ښاغلي محسن زیاته کړه تېر کال د ننګرهار په شیرزاد، بهسود، کامه، ګوشته، لعلپوره، بټي کوټ او کوز کونړ ولسوالیو کې پر ۱۹۶۵ هکتاره ځمکه هندواڼه کرل شوې وه، چې ۷۳ زره او ۴۸۷ مټریک ټنه حاصل یې ورکړې وه.
ننګرهار د هېواد هغه کرنیز ولایت دی، چې له نورو حاصلاتو سره سره پکې هندواڼې هرکال ښه حاصل ورکوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت