د کرنې وزارت د ۱۴۰۳ مالي کال د بودیجې د تشریح غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۱۰:۲۹
د کرنې وزارت د ۱۴۰۳ مالي کال د بودیجې د تشریح غونډه دائره شوه

۷ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ۱۴۰۳ کال د بودجې د تشریح په موخه غونډه د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند "حاجي سالم" په مشرۍ د دغه وزارت د بېلابېلو ادارو د رییسانو په حضور کې دائره شوه.
دغه غونډه، چې د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیالۍ په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د کرنې وزارت د ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو او د سکتوري پروژو د پلي کولو په موخه د کرنې وزارت لپاره د ځانګړې شوې بودیجې د کارولو د څرنګوالي په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.
په دې غونډه کې مالي او اداري مرستیال ملااغاجان آخند "حاجي سالم" د ټولو ادارو مسوولینو ته د تطبیقي پلانونو د شریکولو، انډولیز پراختیا په نظر کې نیولو سره د بودیجې د وېش، په محرومو سیمو کې د پروژو پلي کولو، د عایداتي پروژو پلي کول، چې په کم لګښت ډېر عواید راټول شي، د ریاستونو لخوا د تدارکاتو پلان چمتو کول او د بودیجې په مصرف کې د سپما په هکله ځانګړې دندې وسپارل شوې.
دغه غونډه د کرنې او مالدارۍ سکتور د بودجوي چارو د همغږۍ او د کرنې وزارت د روان کال د بودجې د تشریح په موخه جوړه شوې وه.

جلسه تشریح بودجه سال ۱۴۰۳ وزارت زراعت دایر شد 
۷ جوزا ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه ای به منظور تشریح بودجه وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برای سال ۱۴۰۳ تحت رهبری ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت با حضور روئسای بخش‌های مختلف این وزارت دایر شد.
این جلسه که در تالار معینیت مالی و اداری وزارت زراعت برگزار شده بود در آن پیرامون چگونگی به مصرف رسانیده بودجه منظور شده برای وزارت زراعت در راستای رسیدن به  اهداف تعین شده و تطبیق پروژهای سکتوری وزارت زراعت بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
در این جلسه از سوی ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری به  مسوولان تمام ریاست‌ها وظایف مشخص در جهت شریک سازی طرح‌های تطبیقی، تقسیم بودیجه با در نظر گیری انکشاف متوازن، تطبیق پروژها در ساحات محروم واقع شده، تطبیق پروژهای عوایدی که با مصرف که عاید بیشتر جمع آوری گردد، تهیه پلان تدارکاتی از سوی ریاست‌ها و صرفه جوی در مصرف بودجه سپرده شد.
این جلسه به منظور انسجام امور بودجوی سکتور زراعت و مالداری و تشریح بودجه سال جاری وزارت زراعت برگزار شده بود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت