د لوګر د کرنې رییس د کبانو د روزنې فارم څخه لیدنه وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۱:۱
د لوګر د کرنې رییس د کبانو د روزنې فارم څخه لیدنه وکړه

۵ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالروف سعید په داسې حال کې، چې د عوایدو د تنظیم او محاسبې آمر او د مالدارۍ آمریت تخنیکي او مسلکي کارکوونکو یی هم ملتیا کوله دلوګر ولایت مرکز ته اړوند د کنجک د کبانو د روزنې فارم له حوضونو څخه لیدنه وکړه.
ددې لیدنې په لړ کی یې د فارم کارکوونکو ته د لازمو لارښوونو تر څنګ له هغوی وغوښتل تر څو په پوره صداقت او همغږۍ خپلې کړنې ترسره کړي.
باید وویل شي، چې دغه لیدنه په داسې حال کې تر سره شوه، چې په دغه فارم کې لسګونه محصلین په عملي زده کړو بوخت وو، ښاغلی سعید په خپلو خبرو کې یادو محصلینو ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت