پکتیا کې د مالدارۍ ورځ ونمانځل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۰:۵۷
پکتیا کې د مالدارۍ ورځ ونمانځل شوه

۵ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ ددې ولایت د سیمه ییزو ادارو د استازو په شتون کې د مالدارۍ ورځ د لمانځغونډې مراسم ترسره کړل.
په دغو مراسمو کې د پکتیا ولایت مرستیال والي الحاج شیخ انعام الله صلاح الدین، دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی سید امین هاشمي او د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټی ولایتي مسئول سیدکریم باور ترڅنګ ددې ولایت د بېلابېلو ادارو چاروکو او مالدارانو شتون درلود.
د پکتیا ولایت مرستیال والي الحاج شیخ انعام الله صلاح الدین په خپلو خبرو کې ولس ته پر خدمت کولو د ټینګار ترڅنګ له اړونده سکټورونو څخه د لاښو پروژو د تطبیق غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د پکتیا کرنې رییس مولوی سید امین هاشمي د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې هڅې او کړنې  له دې امله وستایلي، چې د پکتیا بزګرانو او مالدارنو ته په خپله برخه کې با ارزښته خدمات وړاندې کوي.
ښاغلی هاشمي  دغه راز وویل: «موږ هڅه کوو، چې ددې ولایت هرډول محصولات د افغان سوداګرو په مرسته نړۍوالو بازارونو ته ورسوو».
د پکتیا په ولايت کې د مالدارۍ د ورځې په نمانځغونډه کې د شيدو لوښي او نور حيواني محصولات هم نندارې ته وړاندې شول.
پکتیا ولایت د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې ډېری خلک یې کروندګر دي او خپل ژوند د کرنې او څارویو د محصولاتو له لارې پرمخ وړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

د «سیمه ییزه څېړنه» تر عنوان لاندې د مالدارۍ د څېړنو ریاست د کارکوونکو لپاره تخصصي ورکشاپ دایر شو


۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د مالدارۍ د څېړنو ریاست د کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه، د «سیمه ییزه څېړنه» تر عنوان لاندې یو تخصصي او روزنیز ورکشاپ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۲۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل 

۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پروګرامونو د همغږۍ او پلان لوی رییس مولوي عبدالغفور په مشري، په افغاستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا دکرنې ریاست: د راضۍ لوی ریاست پلاوی د فیروز خېلو سیمې له کورونو څخه لیدنه وکړه

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست لخوا پلاوی د پکتيا ولايت احمد آباد ولسوالی د فیروز خېلو سيمې له کورونو او جايدادونو څخه ليدنه وکړه.
د ياد. . .

بازگشت