د کرنې وزارت د عوایدو منسجم کولو په پار غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۴:۲۸
د کرنې وزارت د عوایدو منسجم کولو په پار غونډه دائره شوه

۱۹ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
٢۹ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» په مشرۍ د کرنې وزارت د عایداتي او سکتوري ریاستونو د رییسانو او چارواکو په حضور کې د کرنې وزارت د عوایدو د انسجام، راټولولو او تثبیت په موخه غونډه دائره شوه.
د کرنې وزارت د عوایدو د یازتوالي او انسجام په اړه په دې ناسته کې ګډونوالو د هغو عایداتي سرچینو پر تثبیت، پیداکولو او راټولولو خبرې وکړې، چې لګښت یې ډېر کم او ترې زیات عواید په لاس راځي. دغه راز په دې غونډه کې په ۱۴۰۳ یم کال کې ولایتي ریاستونو ته د عوایدو راټولولو په پار د موخې ټاکل، د کرنې وزارت په بېلابېلو برخو کې د عوایدو راټولولو په پار د ځانګړې طرحې جوړولو په موخه د نظرونه تبادله او لازمې پرېکړې وشوې.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند«حاجي سالم» له کورنیو عوایدو څخه د لګښتونو په برابرولو باندې ټینګار وکړ او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ټولو رییسانو ته یې لارښوونه وکړه، چې د عايداتو هغه سرچينې په ګوته او په دغو برخو کې دې ځانګړې طرحې جوړې کړي، چې دکرنې وزارت د عوايدو د زياتوالي او د ځان بسیاکېدو لامل کرځي. 
د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې د امارت ټولې ادارې مکلفې دي، چې د چوپړتیاوو د وړاندې کولو تر څنګ پر عایداتي پروژو هم کار وکړي، تر څو د هېواد لګښتونه له کورنیو عوایدو برابر شي.

جلسه‌ای به منظور منسجم سازی عواید وزارت زراعت برگزار شد 
۱۹ ثور ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه ای به رهبری ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور روئسا و مسوولان ریاست‌های عایداتی و سکتور وزارت زراعت به منظور تثبیت، جمع آوری و  انسجام عواید وزارت زراعت برگزار شد.
این جلسه که به منظور  انسجام و افزایش دهی عواید وزارت زراعت برگزار شده بود از سوی اشتراک کننده گان  پیرامون چگونگی تثبیت، جمع آوری و دریافت سرچشمه‌های جدید عایداتی که با مصارف کمتر عاید بیشتر بدست آید، تعین هدف مشخص جهت جمع آوری عواید در سال ۱۴۰۳ برای ریاست‌های ولایتی، ایجاد طرح های مشخص جمع آوری عواید در بخش‌های مختلف وزارت زراعت بحث و تبادل نظر صورت گرفت که در زمینه تصامیم لازم نیز  اتخاذ گردید.
ملا آغاجان «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در این جلسه بر تامین مصارف از عواید داخلی تاکید کرده و به تمام روئسای وزارت زراعت، آبیاری و مالداری هدایت داد که سرچشمه‌های عایداتی را که سبب افزایش عواید و به خود بسنده گی وزارت زراعت می‌شود را تثبیت و طرح های مشخصی را در آن بخش اراییه بدارند.
مطابق به فرمان رهبری امارت اسلامی افغانستان همه ادارات امارتی موظف هستند که در کنار اراییه خدمات روی پروژه های کار نمایند که عایداتی نیز باشد تا مصارف کشور از عواید داخلی تامین گردد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۳۷
Background image

فراه کې ۱۴۸ مستحقو بزګرانو ته د کرنې او بڼوالۍ اړوند مرستې وویشل شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د «سی‌اچ‌اې» مؤسسې له لوري او د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.اف.پي» په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۱۲
Background image

د ننګرهار کوز کونړ ولسوالی کې ۱۵۰۰ بزګرانو ته د اصلاح شويو غنمو د تخم وېش لړۍ پیل شوه

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف.اې.او»  په مالي لګښت او د «نوي مشورتي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

پکتیکا کې ۱۲۱۰ کسانو ته د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشل شوې 

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د ګومل او جانیخیل ولسوالیو په سیمو کې د خوړو نړۍوال پروګرام. . .

بازگشت