لغمان کې پر لسګونو مالدارانو د مالدارۍ اړونده توکي ووېشل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۴:۷
لغمان کې پر لسګونو مالدارانو د مالدارۍ اړونده توکي ووېشل شول

۱۹ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
٢۹ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د لغمان ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت پر۵۰ مالدارانو د مالدارۍ اړونده توکي وېشلي دي.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په لړ کې د لغمان مرکز مهترلام په ګډون ددې ولایت د علیشنګ او قرغیو ولسوالیو پر ۵۰ مالدارانو د شېدو پروسس کولو «چنر» ماشینونه وېشل شوي دي.
د لغمان ولایت دکرنې ریاست په خبره د شېدو د پروسس د ماشینونو د وېش موخه د نوي ټکنالوجۍ ترویج،  د شېدو پاکوالي ښه مراعتول، د مالدارانو اقتصادي پیاوړتیا او د باکیفیته حیواني محصولاتو وړاندې کول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت