دهلمند د نادعلي او ګرشک ولسوالیو د شاتو مچیو فارم لرونکو ستونزې ته رسېدنه 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۱:۴۰
دهلمند د نادعلي او ګرشک ولسوالیو د شاتو مچیو فارم لرونکو ستونزې ته رسېدنه 

١۷ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
٢۷ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د نادعلي او ګرشک ولسوالیو د مچیو لسګونو فارم لرونکو ستونزو د رسېدنې په پار یادو ولسوالیو ته پلاوي استول شوي دي. 
په دغو ولسوالیو کې شاوخوا ٥٠ بابه فارمونو نوملړ ترتیب او ددوی د ستونزو او غوښتنو په اړه لازم معلومات راټول شوي دي. 
نوموړي فارم لرونکي له خپلو تولیداتو څخه خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې له دوی سره دې د ځینو اړتیاو په پوره کولو کې کرنې ریاست لا زیاته همکاري او مرسته ترسره کړي.
دیادولو وړ ده، چې هلمند کې په دې وروستیو کې د شاتو مچیو فارمونه مخ پر زیاتېدو دي چې تر دې مهاله کرنې ریاست ورسره د اړینو توکو ترڅنګ د عامه پوهاوی په برخه کې ګڼې مرستې او همکارۍ ترسره کړي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت