د ننګرهار بهسودو کې د بې کیفیته استراګانو دمخنیوي په پار هڅې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۲:۱
د ننګرهار بهسودو کې د بې کیفیته استراګانو دمخنیوي په پار هڅې

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په لارښونه ددې ریاست د مالدارۍ امر ډاکتر محمد ضمیر بهسودي په مشرۍ ګډ پلاوي داستراګانو کیفیت معلومولو او نورو برخو کې د ښه والې په موخه هلې ځلې پیل کړي دي.
د ننګرهار د کرنې ییس مولوي عبدالستار محمد وویل دمالدارۍ امریت ګډ پلاوی استراګانو کیفیت معلومولو،کانټینرو کنټرول، حفظ الصحې، تقلبي، قاچاقي او بي کیفیته استراګانو کنترول په موخه څارنه پیل کړې ده.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، چې دوی هڅه کوي یاد کمپاین د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې پلي کړي؛ چې په پایله کې به یې  باکیفیته او غوره نسلونو لرونکي استراګاني تطبیق شي، ترڅو مالداران په راتلونکي کې د خپلو مالونو څخه باکیفیته او د زیات محصول ورکونکي نسلونه ترلاسه او پدي سره به په کلیوالې کچه دمالدارانو اقتصاد پیاوړي شي.
دغه راز استراګانو خرڅوونکو او تطبیق کوونکو ته د غوره او ښو استراګانو تطبیق او د بې کیفیته او تقلبي استراګانو د نه تطبیق سپارښتنې وشوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت