د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو د نندارتون د ترسره کېدو چمتووالي څخه څارنه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۵:۴۸
د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو د نندارتون د ترسره کېدو چمتووالي څخه څارنه

۱۰ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» د کابل په بادام باغ د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو د نندارتون د جوړېدو له چمتوالي څخه څارنه وکړه.
مالي او اداري مرستیال د نندارتون د وینا تالار، د ښځو او نارینه وو له غرفو او د نندارتون د چاپېریال په لېدو سره د دغه نندارتون د کارونو له پرمختګ څخه څارنه وکړه او د نندارتون د تر سره کولو مسوولینو اوکارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
مالي او اداري مرستیال غرفه لرونکو او نندارچیانو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو، زرغونتیا، انټرنېټ، د غرفو او څوکیو د منظمولو، د مناسبو شعارونو د نصبولو، د دوامداره برېښنا د شتون، د څښاک د پاکو اوبو، امنیتي تدابیرو او د ښځو او نارینه وو لپاره د جلا لارو د شتون په اړه خبرې وکړې او اړوندو چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې د بزګر مېلې او کرنیزو محصولاتو د نندارتون د ښه ترسره کولو لپاره دې لازم تدابیر ونیسي.
د دغو فعالیتونو پر مهال د کرنې وزارت د کرنیزو څېړنیو انسټیټوټ لوی رییس مولوی نصرالله طلحه، د بوټو ساتنې او قرنطین رییس او د نندارتون د دائرولو غړی انجنیر عتیق الله مسلم، د خصوصي سکټور رییس حاجي ملا عبدالرحیم شاهد او دکرنې وزارت سلاکارانو د مالي او اداري مرستیال ملتیا کوله.

نظارت از جریان آماده‌گی‌های جهت برگزاری میله دهقان و نمایشگاه محصولات زراعتی
۱۰ ثور ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از جریان آمادگی‌های  جهت برگزاری نمایشگاه محصولات زراعتی در  بادام‌باغ کابل و میله دهقان نظارت نمود.
معین مالی و اداری با دیدن از تالار سخنرانی محل نمایشگاه، غرفه‌های زنانه و مردانه و ماحول نمایشگاه از پیشرفت کارها نظارت نموده و نیز سفارش‌هایی را به روساء و کارمندان مسوول برگزاری نمایشگاه بیان نمود.
معین مالی و اداری در آوردن سهولت برای غرفه داران، بازدیدکننده‌گان، سرسبزی، انترنت، منظم‌سازی غرفه‌ها و چوکی‌ها، نصب شعارهای مناسب، موجودیت برق دوام‌دار، آب آشامیدنی، تدابیر امنیتی و موجودیت راه‌جداگانه برای زنان و مردان صحبت نموده و به مسوولان تاکید کرد که انتظام درست داشته باشند تا نمایشگاه و میله دهقان بصورت بهتر برگزار شود.
معین مالی و اداری  وزارت زراعت را در جریان این فعالیت مولوی نصرالله طلحه رئیس عمومی انستیتوت تحقیقات زراعتی، انجینر عتیق‌الله‌ مسلم رئیس حفاظه نباتات و قرنطین و عضو برگزاری نمایشگاه، حاجی ملا عبدالرحیم شاهد رئیس سکتور خصوصی و مشاوران مسوول وزارت زراعت همرایی می‌نمودند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۷
Background image

کرنې وزارت کې د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې غونډه ترسره شوه

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې یوه مهمه غونډه د یاد وزارت د اوبو لګولو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۸:۲۶
Background image

د هلمند دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په مالي ملاتړ، د مارجې او نادعلي ولسوالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د میدان وردګو کرنې ریاست کې د چاپېریال د زرغونتیا په پارنیالګې کېنول شول

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه نیالګي کېنول شول. 
د چاراکو په خبره د یاد ریاست په. . .

بازگشت