د ننګرهار دکرنې رییس: خیره بنسټونه او همکارې مؤسسې دې له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۹:۲۶
د ننګرهار دکرنې رییس: خیره بنسټونه او همکارې مؤسسې دې له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي

د ننګرهار ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې سېلابونو بزګرانو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو په اساس د ننګرهار ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې د تېرو څو ورځو راهیسي شدیدو بارانونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونو اړولې دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې په ننګرهار کې ۱۶ زره او ۵۲۵ جریبه کرنیزه ځمکه د غنمو، سبو او هندوانو فصلونه د سېلابونو او بارانونو له امله لمنځه تللي.
نوموړي وویل ۵۰۷ اصله مېوه لرونکي، ۲۰۸۵ اصله بې مېوې ونې، ۸۳ بندونه، ۸۲ ویالې او ۱۳ زره او ۵۲۴ متره کانالونه تخریب شوي دي.
د ننګرهار دکرنې رییس زیاته کړه  په ننګرهار کې۳۰ پایې د شاتو مچیو صندوقونه،  ۱۱۳۴ سره غواګانې، وزې او پسونه هم تلف شوي.
د ننګرهار ولایت دکرنې ریاست دکرنې او مالدارۍ په برخه کې د فعالو مؤسسو له مسوولینو غوښتنه کړې، چې ددې ولایت له سېلاب ځپلو سره دې بېړنۍ مرستې وکړي.
په دې وروستیو کې د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې سېلابونه د مالي او ځاني زیانونو لامل شوي دي. د ا.ا.ا امارت په ځانګړې توګه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هلې ځلې کوي، چې د سېلابونو د زیانونه مخنیوي ترڅنګ له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ اړینې مرستې وکړي، ترڅو د ناورین مخنیوی ووشي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۷
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ریشخور لبنیاتو فابریکې د چارو د پرمختګ څارنه وکړه

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي ضمیر عثماني، د کابل په ریشخور کې د لبنیاتو فابریکې د تجهیزاتو د نصبولو. . .

بازگشت