د اکټېډ دفتر مشرتابه د دوه پروژې پلان د کرنې او مالدارۍ مرستیال سره شریکې کړې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۰:۲۰
د اکټېډ دفتر مشرتابه د دوه پروژې پلان د کرنې او مالدارۍ مرستیال سره شریکې کړې

۸ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
 د اکټېډ دفتر رییس او د رهبرۍ غړي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ له مرستیال مولوي صدراعظم عثماني سره په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د کرنې او مالدارۍ د دوو پروژو پلان شریک کړ.
په هغه غونډه کې چې د کرنې او مالدارۍ په مرستیالۍ کې جوړه شوې وه، د اکټېډ د دفتر رییس نوسین فیبیل او د دې ادارې مشرتابه پلاوي حضور درلود او د خپلو پروژو ټولیز ارزښت یې شاوخوا دوه میلیونه یورو اعلان کړل.
دغه پروژې د بلخ ولایت په ۶ ولسوالیو او د سمنګان ولایت په ۴ ولسوالیو کې د «په کلیوالي سیمو کې د کرنې د انعطاف د ودې لپاره د بنسټیز ملاتړ» تر نامه لاندې پلي کیږي.
له دغو دوو پروژو څخه څه باندې اووه زره کسان په مستقیمه توګه ګټه پورته کوي، چې په هغو کې پر مالدارانو د څارویو د خوراکي توکو وېش، د اوبو لګولو د کانالونو پاکول او بیارغونه، د اوبو د زېرمې جوړول، د څارویو واکسین، د څارویو د خوراکي توکو ننداریزې کروندې جوړول، د کیمیاوي سرې او کرنیزو توکو وېشل او د کرنې او مالدارۍ د نویو میتودونو سره د بزګرانو او بزګرانو روزنه شامل دي.
د غونډې په پای کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د دغو دوو پروژو طرحه لاسلیک کړه، چې عملي چارې یې پیل شي.

رهبری دفتر اکتید پلان دو پروژه را با معین زراعت و مالداری شریک نمودند
۸ ثور ۱۴۰۳  هـ.ش
رئیس و اعضای رهبری دفتر اکتید پلان دو پروژه زراعت و مالداری در ولایت بلخ و سمنگان را با مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری شریک نمودند.
در مجلس‌ای‌ که در معینیت زراعت و مالداری دایر شده بود نوسین فیبیل رئیس دفتر اکتید و هیئت رهبری آن حضور داشتند و ارزش مجموعی پروژه‌های شان را حدود ۲ میلیون یور اعلان نمودند.
این پروژه‌ها در ۶ ولسوالی ولایت بلخ و ۴ ولسوالی ولایت سمنگان تحت نام" حمایت اساسی از پرورش انعطاف پذیری زراعت در مناطق روستایی" تطبیق می‌گردد.
از این دو پروژه بیش از ۷ هزار نفر بصورت مستقیم مستفید میشوند و شامل  توزیع خوراکه حیوانی برای مالداران، پاک‌کاری و ترمیم کانال‌های آبیاری، احداث ذخیره‌های آب، واکسین حیونات، ایجاد قطعات نمایشی خوراکه حیوانی، توزیع کود کیمیاوی، وسایل کشت، آموزش دهقانان و مالداران با روش‌های نوین زراعت و مالداری عمده ترین مواردی می‌باشد شامل آن است.
در اخیر معین زراعت و مالدار پروپوزل این دو پروژه‌ را دست‌خط نمود تا فعالیت‌ عملی را شروع نمایند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۹:۴۳
Background image

خوست کې پر سلګونه بزګرانو د اصلاح شويو غنمو  تخمونو وېش پيل شو

د خوست ولایت په کرنیز سکتور کې د حاصلاتو د زیاتوالي او معیاري کرنې د ترویج په موخه، پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شويو غنمو  تخمونو وېش لړۍ رسماً پیل شوه.
په پرانیستغونډه کې د خوست دکرنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۹:۴۰
Background image

د مخابراتي انتنونو د ځمکو د تثبیت لپاره د بودیجې تخصیص

د هېواد په کچه د مخابراتي انتنونو د ځمکو د تثبیت او پېژندلو په موخه، د ا.ا.ا عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله اته میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې ده، څو له مرکز څخه  یو پلاوی واستول شي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۴۰
Background image

د کرنې وزارت او دوو امارتي ادارو ترمنځ د ځمکې د لېږد تړونونه لاسلیک شول

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو  ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو چارو. . .

بازگشت