خوست کې د املوکو لسګونه جریبه بڼونه جوړېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۰:۴۲
خوست کې د املوکو لسګونه جریبه بڼونه جوړېږي

۳ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست  دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «او،آر،ډي» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت مرکز کې د املوکو بڼونو د ترویج او پرختیا په موخه پر ۲۷۰ بزګرانو د املوکو نیالګې وېشلي دي.
د خوست د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په مرکز کې د ۲۷۰ بزګرانو د سروې چارې بشپړ او پر یادو بزګرانو د املوکو اصلاح شوي نیالګي وېشل شوي دي.
دغه راز د یادې مؤسسې له لارې د خوست قلندر ولسوالی کې هم پر یوشمېر کروندګرو د چهارمغزو نیالګي وېشل شوي دي.
ددې مرستې موخه د بزګرانو او بڼوالو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د املکو بڼونو ترویج او د بڼوالۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت