د کندز کرنې ریاست انګړ کې یو جومات جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۱ - ۱۲:۲۸
د کندز کرنې ریاست انګړ کې یو جومات جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

۱۱ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په انګړ کې د خلکو او ملي سوداګرو په همکارۍ د یو ملیون افغانیو په لګښت یو جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کندز ولايت مقام د دفتر رييس مولوي عبدالغفور شهیدزی، الحاج مولوي امان‌الله حسن د کرنې او مالدارۍ رییس، د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر رییس مولوي نجیب الله غفور، د ارشاد حج اوقافو ریاست استازو، علمای کرامو او خبریالانو ګډون کړی و. 
پیل کې د کندز ولايت د کرنې او مالدارۍ رییس الحاج مولوي امان‌الله حسن خبرې وکړې وویل، چې په هره اداره کې د جوماتونو درلودل یو اړتیا ده، په همدې موخه نن د کرنې ریاست په انګړ کې هم یو باب جومات د خلکو او ملي سوداګرو په همکارۍ د یو ملیون افغانیو په ارزښت له ټولو ځانګړتیاوو سره  په پاخه او اساسي ډول جوړ او نن رسماً د لمونځ کونکو پرمخ پرانستل شو.
دغه‌راز په‌دې پرانیست غونډه کې دکندز ولایت د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدو رییس مولوي صاحب نجیب‌الله غفور په خپلو خبرو کې د کندز کرنې او مالدارۍ ریاست له مسوولینو څخه د جومات د جوړېدو له امله د مننې ترڅنګ وویل: «په هره سیمه کې باید د اتحاد او یووالي لپاره جامع جوماتونه جوړ شي، ځکه د جوماتونو په جوړېدو نه‌یواځې پنځه وخته لمونځونه په جمعه ترسره کېږي بلکې د مسلمانانو اتحاد او یووالي ښکارندويي هم کوي.»
همدا راز د ولایت مقام د دفتر رييس مولوي عبدالغفور شهیدزی  وویل، چې له نېکه مرغه د افغانستان اسلامي امارت د نورو پراختیايي پروژو د پلي کېدو د ځانګړي پاملرنې ترڅنګ په کندز ولايت کې سږ کال له لسو څخه ډېر دیني مراکز او جوماتونه جوړ کړي دي، چې ځینې نور هم تر کار لاندې دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت