د کرنې او مالدارۍ مرستیال: پکتیکا ولایت کې د څارویو د انټروټوکسیمیا ناروغۍ مخنیوی او درملنه وشي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۴:۲۳
د کرنې او مالدارۍ مرستیال: پکتیکا ولایت کې د څارویو د انټروټوکسیمیا ناروغۍ مخنیوی او درملنه وشي

۷ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
وروسته له هغه چې د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست چارواکو د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د انټروټوکسیمیا یا ریخک په ناروغۍ د یوشمېر څارویو د اخته کېدو خبر ورکړ، د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د دغې ناروغۍ د مخنیوي په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په هغه غونډه کې، چې په دغه ولایت کې د دغې ناروغۍ د مخنیوي او درملنې په موخه جوړه شوې وه وویل: «د انټروټوکسیمیا وژونکې ناروغۍ باید کنټرول او په دې ناروغۍ د اخته څارویو درملنه وشي».
مولوي صدراعظم زیاته کړه: «دا زموږ مسوولیت دی، چې له مالدارانو سره مرسته او پر وخت د هغوی ستونزو ته رسېدنه وکړو. هغه واکسین او درمل چې کارول کېږي باید لوړ کیفیت ولري».
 په همدې حال کې په افغانستان کې د هالنډ د کميټې مسوول ډاکتر فريدون قیومي چې په دې غونډه کې يې شتون درلود وويل: «په پام کې ده، چې په دوو ولسواليو کې چې څاروي په دې ناروغۍ اخته دي، لس زره د انټروټوکسيميا واکسينونه تطبيق شي. له هغې وروسته، د واکسین کافي ډوزونه چې دا هم د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ده پلي کېږي».
د حیواني روغتیا چارواکو د زیانمنو سیمو دڅېړلو او تثبیت لپاره یو تخنیکي ټیم لیږلی او د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د همکارو بنسټونو په مرسته کار کوي.
انټروټوکسیمیا په افغانستان کې د وزو او پسونو له ساري او وژونکو ناروغیو څخه ده، چې هر کال د هېواد مالدارانو ته ستر اقتصادي زیانونه اړوي.

معین زراعت و مالداری: مرض انتروتکسیمیا حیوانات در ولایت پکتیکا درمان و جلوگیری شود
۷ حمل ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت پس از آن که مسوولان ریاست زراعت ولایت پکتیکا از مبتلا شدن حیوانات به مرض انتروتکسیمیا (ریخک) در دو ولسوالی این ولایت خبر دادند هدایت لازم را جهت جلوگیری از این مرض به مسوولان مربوطه سپرد.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جلسه‌ای که به‌منظور جلوگیری و علاج این مرض در این ولایت برگزار شده بود گفت: مرض کشنده انتروتکسیمیا یا ریخک باید کنترول و حیوانات مبتلا شده تداوی شوند.»
مولوی صدراعظم افزود:« این مسوولیت ما است تا مالداران را کمک و به موقع به مشکلات شان رسیده‌گی نماییم، واکسین و دوای که تطبیق می‌شود باید با کیفیت باشد».
 در همین حال داکتر فریدون قیومی مسوول کمیته هالند در افغانستان که در جریان این دیدار حضور داشت در این باره گفت:« قرار است ده هزار واکسین انتروتکسیمیا در دو ولسوالی که حیوانات مبتلا به این مرض شده اند تطبیق و پس از آن دوزهای کافی واکسین که از این مرض جلوگیری شود نیز تطبیق می‌گردد.»
مسوولان صحت حیوانی تیم تخنیکی را به‌منظور بررسی و تثبیت مناطق متضرر ارسال نموده و به کمک نهادهای همکار در جلوگیری از این مرض اقدام می‌نمایند.
انتروتوکسیمیا یا ریخک از جمله بیماری‌های ساری و کشنده بز و گوسفند در افغانستان است که سالانه خسارات اقتصادی هنگفت را به مالداران در کشور وارد می‌کند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا دکرنې ریاست: د راضۍ لوی ریاست پلاوی د فیروز خېلو سیمې له کورونو څخه لیدنه وکړه

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست لخوا پلاوی د پکتيا ولايت احمد آباد ولسوالی د فیروز خېلو سيمې له کورونو او جايدادونو څخه ليدنه وکړه.
د ياد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کوچیانو چارو د سمون لوی ریاست له چارواکو سره وکتل

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوی صدراعظم عثماني، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۰
Background image

خوست کې د کیلې ونو په وده او حاصل کې ښه پایله ورکړې ده

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبو الګو او مالدارۍ رياست وايي، چې سږ کال په دغه ولايت کې د کېلې ونو ښه حاصل ورکړی دی.
د خوست دکرنې ریاست چارواکي وایي،. . .

بازگشت