میدان وردګو کې پر زرګونو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل کېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۰:۵۱
میدان وردګو کې پر زرګونو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل کېږي

۶ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د دوستانو ټولنیزه او پرمختیایي مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت پر زرګونو مالدارانو د څارویو د خوراکي توکو وېش لړۍ پیل کړی دی.
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې پروسې په ترڅ کې د نرخ ولسوالی پر ۱۰۰۰ مالدارانو کورنیو د څارویو خوراکي توکي وېشل شوي دي او په نږدې راتلونکې کې به ددې ولایت د جلریز او چک په ولسوالیو کې به هم پر یوشمېر مالدارانو د څارویو خوراکي توکې ووېشل شي.
ددې مرستې موخه د زیانمنو او بې وزله مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولایت د مالدارۍ ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د میدان وردګو کرنې ریاست کې د چاپېریال د زرغونتیا په پارنیالګې کېنول شول

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه نیالګي کېنول شول. 
د چاراکو په خبره د یاد ریاست په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د اراضۍ د تثبیت واحد مرکز د فعالیتونو د ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د اراضۍ ریاست د ځمکو د تصفیې په ریاست کې د اراضۍ د تثبیت واحد مرکز د فعالیتونو د ارزونې او همغږۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور تولیدوونکو او متشبثینو لپاره ځانګړی فرصت

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست تاسو ته بلنه درکوي، څو د بزګرمېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په څلور دېرشم نندارتون کې،. . .

بازگشت