د خوست صبریو کې د املوکو لسګونه جریبه بڼونه جوړېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۱۳:۲۰
د خوست صبریو کې د املوکو لسګونه جریبه بڼونه جوړېږي

۴ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست  دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «ان،اې،سې» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د صبرویو ولسوالی سورۍ پاڼ، فقیر ابا، کاریزو، سپینکي کوټ، ډنډفقیران، خالبیساط او چینې کلیو کې د املوکو بڼونو د ترویج او پرختیا په موخه د املوکو بڼونه جوړېږي.
د خوست د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په یادو کلیو کې بزګرانو د سروې چارې بشپړ شوي دي او په نږدې راتلونکې کې به پر یادو بزګرانو د املوکو اصلاح شوي نیالګي ووېشل شي.
ددې مرستې موخه د بزګرانو او بڼوالو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د املکو بڼونو ترویج او د بڼوالۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۹
Background image

پکتیا کې درې زره  بزګرانو ته د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د افغان سوله جوړونکو موسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوال ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

بازگشت