خوست کې پر یوشمېر بڼوالو د بڼوالۍ توکي ووېشل شوې

۲۲ کب ۱۴۰۲ه.ش
۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت پر یوشمېر بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي وېشل شوي دي.
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد زمان عمري وویل، چې په دغو وېشل شویو توکو کې لاسي کراچۍ، قیچي، بېلچې، آب پاش، د درمل شېدنې توکي، اره او نور توکي شامل دي.
ددې مرستې موخه د بڼوالو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولایت د بڼوالۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.