د کرنې او مالدارۍ مرستیال په کابل کې د ایران له مرستیال سفیر سره وکتل

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۳:۴۷
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په کابل کې د ایران له مرستیال سفیر سره وکتل


۲۱ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په کابل کې د ایران له مرستیال سفیر غلام رضا نجاري او د دغه سفارت د اقتصادي څانګې له مشر سره وکتل.
دغه کتنه چې د کرنې په وزارت کې دائره شوې وه، د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني وویل: «د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې په برخه کې ډېر کارپوهان او ډېرې تجربې لري. هغه هېوادونه چې په افغانستان کې د کوکنارو له تولید او کښت څخه اغېزمن دي، باید له کروندګرو سره همکاري وکړي او بدیل یې ترویج کړي.»
په ورته وخت کې د ایران مرستیال سفیر غلام رضا نجاري دواړو هېوادونو ترمنځ په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ او ویې ویل: «د ایران له اسلامي جمهوریت څخه کوم پلاوی، چې راځي باید دوه اړخیز هوکړې ته ورسېږي. ایران لومړنۍ هېواد ؤ چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د بندیدو هرکلی وکړ او له تاسو سره همکار پاتې کېږي.»
دا غونډه افغانستان ته د ایران د کرنې وزارت د مرستیال په مشرۍ د یوه پلاوي د سفر د همغږۍ په موخه جوړه شوې وه.ټاکل شوې، چې دغه پلاوی افغانستان ته راشي او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له چارواکو سره د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د څېړنې په برخه کې له چارواکو سره وګوري او خبرې اترې وکړي.

معین زراعت و مالداری با معاون سفیر ایران در کابل دیدار کرد
۲۱ حوت ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با غلام رضا نجاری معاون سفیر ایران در کابل و مسوول بخش اقتصادی این سفارت دیدار کرد.
در این دیدار  که در وزارت زراعت انجام شد در آن مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت گفت:« جمهوری اسلامی ایران متخصصین زیاد و تجارب فراوان در بخش زراعت دارد، کشورهای متضرر ناشی از تولید و کشت کوکنار در افغانستان باید با دهاقین همکاری نمایند و بدیل آن را ترویج دهند.»
در همین حال غلام رضا نجاری معاون سفارت ایران با تاکید همکاری دو جانبه میان دوکشور گفت:« هیات که از کشور جمهوری اسلامی ایران می‌آید باید به تفاهم دوجانبه و اجرایی شدن آن برسد، ایران اولین کشور بود که از منع کشت کوکنار در افغانستان استقبال کرد و همکار با شما می‌ماند».
این دیدار به منظور ایجاد هماهنگی جهت سفر هیئتی از کشور ایران به سرپرستی معاون وزارت کشاورزی ایران به افغانستان انجام شد که قرار است هیئت متذکره به افغانستان آمده  و روی مسایل مختلف زراعت و مالداری به ویژه بخش تحقیقات با مقامات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری دیدار و گفتگو نمایند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا دکرنې ریاست: د راضۍ لوی ریاست پلاوی د فیروز خېلو سیمې له کورونو څخه لیدنه وکړه

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست لخوا پلاوی د پکتيا ولايت احمد آباد ولسوالی د فیروز خېلو سيمې له کورونو او جايدادونو څخه ليدنه وکړه.
د ياد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کوچیانو چارو د سمون لوی ریاست له چارواکو سره وکتل

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوی صدراعظم عثماني، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۰
Background image

خوست کې د کیلې ونو په وده او حاصل کې ښه پایله ورکړې ده

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبو الګو او مالدارۍ رياست وايي، چې سږ کال په دغه ولايت کې د کېلې ونو ښه حاصل ورکړی دی.
د خوست دکرنې ریاست چارواکي وایي،. . .

بازگشت