د ننګرهار کانال شرکت د مدیره پلاوي غونډه دائره شوه

user-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۱۱:۲
د ننګرهار کانال شرکت د مدیره پلاوي غونډه دائره شوه

د ننګرهار کانال شرکت د مدیره پلاوي غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ، مالیې، اوبو او انرژۍ  وزارتونو مسوولینو، د ننګرهار کانال امارتي شرکت مسوولینو او د یادو ادارو د متخصصینو په شتون کې د یاد شرکت د کړنو د ارزونې  او د چارو د ښه والي په موخه دکرنې په وزارت کې دائره شوه.
په دې غونډه کې دکرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ  مرستيال مولوي صدر اعظم عثماني، د اقتصاد وزارت مسلکي مرستيال ډاکټر عبداللطيف نظري، د صنايعو او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي قدرت الله جمال، د مالیې وزارت مرستيال مولوي احمد، د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال انجنير مجيب الرحمن او د ننګرهار کانال امارتي شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم حضور درلود.
په دې غونډه کې د ننګرهار کانال رییس او همکارانو یې د سږني کال د لګښتونو، عوایدو، پرمختګونو او ستونزو په برخه کې د خپلو فعالیتونو راپور شریک کړ او د ۱۴۰۳ کال لپاره یې خپل پلان هم څرګند کړ.
په دې غونډه کې د څلورو وزارتونو مرستیالانو د کانال شرکت د ځمکو د پراختیا او کار، د عوایدو زیاتوالي، د اسانتیاوو د برابرولو، د ځمکې اجارې، د برېښنا د برابرولو او د ننګرهار د کانال له ځمکو څخه د استفادې د اسانه کولو په اړه خپل نظریات شریک کړل.

جلسه ه‍یئت مدیره  شرکت کانال ننگرهار دایر شد 
۱۷ حوت ۱۴۰۲ ه‍.ش
جلسه ه‍یئت مدیره شرکت کانال ننگرهار با حضور مسئولان وزارت‌های  زراعت، آبیاری و مالداری، اقتصاد، صنعت و تجارت،  ماليه، انرژي و آب، مسوولان شرکت امارتی کانال ننگرهار متخصصان ادارات نامبرده  به منظور ارزیابی کارکرده‌ها و بهبود امور  در وزارت زراعت دایر گردید.
در این جلسه با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، داکتر عبدالطیف نظری معين مسلكي وزارت اقتصاد، مولوي قدرت الله جمال معین وزارت صنعت و تجارت، مولوي احمد معین وزارت ماليه، انجينر مجيب الرحمان معين وزارت انرژي و آب با مولوی غلا‌م الرحمن کظیم رئیس شرکت امارتی کانال ننگرهار حضور داشتن.
در این نشست رئیس کانال ننگرهار و همکارانش گزارش فعالیت‌ها در بخش مصارف، عواید، پیشرفت‌ها و مشکلات امسال خویش را به حاضران شریک نموده و نیز پلان سال ۱۴۰۳ خویش را نیز بیان کردند.
در این مجلس معینان چهار وزارت امارتی دیدگاه خویش را جهت انکشاف و کار و بار در زمین‌های کانال، افرایش عاید، فراهم‌سازی امکانات، اجاره‌دهی زمین، تهیه برق و آوردن سهولت جهت استفاده از زمین‌های کانال ننگرهار شریک نمودند.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۷
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ریشخور لبنیاتو فابریکې د چارو د پرمختګ څارنه وکړه

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي ضمیر عثماني، د کابل په ریشخور کې د لبنیاتو فابریکې د تجهیزاتو د نصبولو. . .

بازگشت