د مالدارۍ د پراختیا پالیسۍ د بډاینې په موخه غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۱۰:۳۴
د مالدارۍ د پراختیا پالیسۍ د بډاینې په موخه غونډه دائره شوه

د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ، د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکر الله ذاکر، د مالدارۍ رییس ډاکټر ایوب احدي او د مالدارۍ دبرخې متخصصینو په شتون کې د مالدارۍ د پراختیا پالیسۍ (د لبنیاتو د صنعت د پراختیا پالیسۍ) د بډاینې په موخه غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د مالدارۍ د مسوولینو له خوا جوړه شوې پالیسي د کرنې او مالدارۍ مرستیال ته وړاندې شوه او د غونډې ګډنوال هم د دې پالیسۍ د بډاینې  موخه خپل وړاندیزونه شریک کړل.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال  په دې غونډه کې وویل، چې مالداري په هره ټولنه کې یو له مهمو سکټورونو څخه دی، چې د خلکو خوراک او اقتصاد پرې تړلی دی، د دې پالیسۍ د غني کولو لپاره ستاسو د کارپوهانو نظرونه مهم او اړین دي، ځکه د افغانستان پرمختګ په مالدارۍ پورې تړلي، ددې لپاره چې په راتلونکي کې له دې پالیسي څخه  اغېزمنه ګټه پورته شي، نو رغنده نظرونه شریک کړئ.

جلسه‌ای جهت غنی‌سازی پالیسی انکشاف مالداری دایر شد
جلسه‌ای به منظور غنی‌سازی پالیسی انکشاف مالداری (پالیسی انکشاف صنعت لبنیات) به رهبری مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، مفتی ذاکرالله‌ذاکر رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی، داکتر ایوب احدی رئیس مالداری و متخصصان بخش مالداری دایر شد.
در این جلسه پالیسی تدوین شده از سوی مسوولان مالداری با معین زراعت و مالداری ارائه گردید و حاضران مجلس نیز نظریات پیشنهادی شان را جهت غنی سازی این پالیسی شریک نمودند.
معین زراعت و مالداری در این مجلس گفت که مالداری از بخش‌های مهم در هر جامعه می‌باشد که خوراک و اقتصاد مردم به آن وابسته‌است، نظریات شما متخصصان برای غنی‌سازی این پالیسی مهم و ضروری است، چون انکشاف افغانستان وابسته به مالداری می‌باشد و در آینده از این پالیسی استفاده موثر گردد، بناء نظریات سازنده را شریک سازید".

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت