د هلمند واشېر کې د زینتي نیالګیو کرلو چارې پیل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۱۱:۳۶
د هلمند واشېر کې د زینتي نیالګیو کرلو چارې پیل شوې

١٥ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٣ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
 د هلمندولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارس ریاست لخوا، د واشېر ولسوالی د بېلابېلو سیمو د سمسورتیا او ښکلا په موخه ٥٠٠ اصله مېوه لرونکي او زینتي نیالګي پر ګڼو ځمکوالو  ووششل شول.
د یادو نیالګیو د ویشنې پر مهال، د کرنې ریاست مسؤلینو لخوا د نیالګیو ترلاسه کونکو ته سپارښتنې وشوې چې د نوموړیو نیالګیو روزنې او  پالنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په ورته وخت کې ګټه اخیستونکو د کرنې ریاست له مسؤلیو خوښي څرګنده کړه، چې نوموړي نیالګي ورته په واک کې ورکړل شول او هغوی یې د ښې روزنې او پالنې په برخه کې ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت