د ننګرهار چپرهار کې د بې کیفیته استراګانو دمخنیوي په موخه کمپاین پیل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۰:۱۷
د ننګرهار چپرهار کې د بې کیفیته استراګانو دمخنیوي په موخه کمپاین پیل شو

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت دچپرهار ولسوالی کې داستراګانو کیفیت معلومولو او نورو برخو کې د ښه والې په موخه کمپاین پیل کړ.
د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد وویل: «دمالدارۍ امریت ګډ پلاوی استراګانو کیفیت معلومولو، کانټینرو کنټرول، حفظ الصحې، تقلبي، قاچاقي او تاریخ تېرو استراګانو کنترول په موخه کمپاین او څارنه پیل کړه.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، دوی هڅه کوي یاد کمپاین د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې پلي کړي؛ چې په پایله کې به یې  باکیفیته او غوره نسلونو لرونکي استراګاني تطبیق شي، ترڅو مالداران په راتلونکي کې د خپلو مالونو څخه باکیفیته او د زیات محصول ورکونکي نسلونه ترلاسه او پدي سره به په کلیوالي کچه دمالدارانو اقتصاد پیاوړي شي.
دغه راز استراګانو خرڅوونکو او تطبیق کوونکو ته د غوره او ښو استراګانو تطبیق او دبې کیفیته او تقلبي استراګانو د نه تطبیق سپارښتنې وشوې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۵۶
Background image

د قوشتېپې ستر او ملي کانال څخه د لوړپوړي پلاوي لیدنه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ لوړپوړی پلاوی، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د قوشتېپې ستر او ملي. . .

بازگشت