کندهار کې پر زیانمنو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل کېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۱۳:۴۴
کندهار کې پر زیانمنو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل کېږي

۱۳ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د افغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت پر هغو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشي، چې د وروستیو بارانونو له وجې زیانمن شوي دي او د څارویو خوراکي توکو ته لاس رسی نه لري.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د زیانمنو مالدارانو د سروې لړۍ پیل شوی دی، چې د اټکل له مخې به پر نږدې ۲۳۰۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شي.
دا مرستې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د کرنې وزارت په وړاندیز د ا.ا.ا ریاست الوزارء په ټول هېواد کې هغو مالدارانو سره د مرستې لړۍ پیل کړی دی، چې د وروستیو ورښتونو او واورې له وجې د څارویو خوراکي توکي ته لاس رسی نه لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۵۶
Background image

د قوشتېپې ستر او ملي کانال څخه د لوړپوړي پلاوي لیدنه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ لوړپوړی پلاوی، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د قوشتېپې ستر او ملي. . .

بازگشت