خوست کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۱۱:۳۳
خوست کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

۷ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
خوست کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د خوست دکرنې رييس مولوی محمد زمان عمري په مشرۍ غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د خوست دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوی محمد زمان عمري لارښوونکې وينا ويلو ترڅنګ د تېرې غونډي دپريکړو دتطبيق ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې دی یوشمېر اشخاصو ترمنځ حقوقي دوسيې، وڅېړل شول او په هکله یې لازمې پرېکړې وشوې.
دغه راز د غونډې په ترڅ کې پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې او د عاریضونو دوسیې او ستونزې وڅېړل شول.
تخنیکي پلاوي همدارنګه د یو شمېر ولسي وګړو املاکي ستونزې هم  واورېدې او د موضوعاتو حل په موخه ورته د اصولي کړنو ډاډ ورکړل شو.
بايد وويل شي، چې د خوست ولايت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولايت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نيولي او ترڅنګ يې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۱۳
Background image

کندهار کې نږدې ۱۳۰ زره څاروي د ریخک او پروتوزوایي ناروغیو پر وړاندې واکسین شوي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په نتیجه کې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ د کندهار په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۵۳
Background image

د هلمند بولان څېړنیز فارم؛ د هېواد په سوېل کې د کرنیزو نوښتونو، روزنې او پرمختللو څېړنو مرکز

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د بولان څېړنیز فارم، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له سترو فارمونو څخه شمېرل کېږي، سږکال یې د کرنیزو څېړنو، روزنې او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۵۱
Background image

د هلمند د قوریه‌لرونکو ټولنه سږکال یو میلیون مېوه لرونکي نیالګي تولید کړي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د قوریه‌لرونکو  ټولنې چارواکي وایي، چې سږکال یې د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ یو میلیون مثمر نیالګي. . .

بازگشت