د ننګرهار دوو ولسوالیو کې یوشمېر بزګران او بڼوال وروزل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۱۰:۲۳
د ننګرهار دوو ولسوالیو کې یوشمېر بزګران او بڼوال وروزل شول

۷ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  له خوا ددې ولایت د  سره رود اوبټي کوټ ولسوالیو  په بالاباغ، موي مبارک او باریکاب کې کرونده ګرو او بڼوالو ته روزنه ورکړل شوه.
 د چارواکو په خبره د ننګرهار دکرنې ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا بزګرانو ته د سبو کرلو، افاتو، سرو استعمال، اوبولګولو،کرنیز تناوب مراعت کولو، هرزه وښو مخنیوي، بسته بندۍ،  د سبو او نورو بوټو کې د ناروغیو او افاتو د هراړخیز کنټرول په موخه روزنه ورکړل شوه .
دغه راز په يادو ولسوالیو کې بزګرانو او بڼوالو ته په بڼونو  کې د کیمیاوي درملو استعمال، دستروسو ناروغیو مخنیوي،  یخ وهنې، د ژغورنې احتیاطي تدابېرو، د درملو زیانونو او ګڼو نورو برخو کې روزنه ورکړل شوه.
همدارنګه د دور بابا یو شمیربڼوالو ته د ژمني تېلو استعمال، ارزښت او ګټو معلومات ورکړل شو.
د ننګرهار کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي،  د خپلو متخصصینو پر مټ بزګرانو او بڼوالو ته د ناروغیو او افاتو په اړه پر وخت معلومات وړاندې کړي؛  ترڅو د ناروغیو مخنیوي وشي او بزګران له زیانونو خلاص شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۳۸
Background image

د ننګرهار اچین کې د کانال جوړولو چارې پیل شوې؛ سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره  په همغږۍ، د ډنمارک د کډوالو ادارې «ډي‌آرسي» له لوري د اچین ولسوالی د مکتب کلي د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې. . .

بازگشت