په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې رییس سره د کرنې وزیر لیدنه

user-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۶:۳۸
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې رییس سره د کرنې وزیر لیدنه

۵ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له رییس ریچارډ ترانچارډ او د دغه ادارې د مرستو د جلبولو رییس الکسانډر جانس سره په کابل کې وکتل.
دغه غونډه، چې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري په دفتر کې دائره شوې وه، په کې د کرنې وزارت د دفتر رییس مولوی حسین احمد خورشید او د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس مولوی مصباح الدین مستعین هم حضور درلود.
په دې کتنه کې، چې د کرنې وزارت او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ترمنځ د همغږۍ د پياوړتيا او پراختيا په موخه دائره شوې وه، په ترڅ کې یې د کرنې د پراختيا، د ځنګلونو د ساتنې، طبيعي سرچینو، د کرنیزو تخمونو وېش، د ځنګلونو اقتصادي کول، د کرنې عصري کول او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو معیاري کولو په اړه خبرې وشوې.
د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري په اوسني وضعیت کې له بزګرانو او مالدارانو سره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه: «افغانستان د کرنې په مختلفو برخو کې کار ته اړتیا لري لکه سبزیجات، میوې، مالدارۍ، د سړو خونو جوړول او د څارویو نسلونو اصلاح، په تېرو وختونو کې په یادو برخه کې هیڅ ګټور کار نه دی شوی. موږ داسې طرحې جوړ کړي، چې په پلي کولو سره یې کولای شو، چې ددې هېواد نارینه او ښځو ته د کار او بوختیا زمینه برابره کړو، خو؛ زموږ امکانات محدود دی، اړینه خبره داده، چې نړۍوال مرستندویه هېوادونه او ادارې له موږ سره په دې برخو کې همکاري وکړي.»
 ښاغلي عمر د راتلونکي کال لپاره د کرنې وزارت د پلانونو په اړه هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «راتلوکي کال لپاره زموږ پلان دا دی، چې د افغانستان کلیو او بانډو ته عصري او معیاري کرنه او مالدارۍ ورسوو تر څو خلکو او په ځانګړې توګه مېرمنو ته د ننه په کور کې د کار زمینه برابره شي، ترڅو له دې لارې حلاله نفقه ترلاسه کړي.»
په همدې حال کې ریچارډ ترانچارډ او الکسانډر جانس د افغانستان له اړمنو خلکو سره د مرستو د دوام لپاره د دغه نړۍوالې ادارې د ژمنو په اړه خبرې وکړې:« دا زموږ انساني او وظیفوي دنده ده، چې ددې هېواد اړمنو بزګرانو و مالدارانو لپآره د مرستې جلبولو په موخه لابي ګري او هلې ځلې وکړو او په هر کنفرانس او غونډه کې خبرې وکړو او موږ د افغانستان ګوټ ګوټ ته په سفرونو کې ولیدل، چې په دې هېواد کې هېڅ ډول امنیتي ستونزه نشتنه او موږ کولای شو، چې ددې خاروې لرو پرتو سیمو ته سفر او کار وکړو.»
په دې کتنه کې دغه راز د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې چارواکو دافغانستان له بزګرانو او مالدارانو سره د مرستې او کار کولو په موخه د بېلابېلو هېوادونو پر لېوالتیا هم خبرې وکړې.

دیدار وزیر زراعت با رییس سازمان خوراک و زراعت ملل متحد در افغانستان 
۵ حوت ۱۴۰۲ ه‍.ش
مولوی عطاءالله‌ عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با ریچارد ترانچارد رئیس سازمان خوراک و زراعت ملل متحد در افغانستان و الکساندر جانس رئیس جلب کمک‌های مالی سازمان متذکره در کابل ملاقات نمود.
این دیدار که در دفتر  مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت انجام شد در آن مولوی حسین احمد خورشید و مولوی مصباح الدین مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی‌عامه وزارت زراعت حضور داشتند.
 در این دیدار که به منظور تقویت هماهنگی و گسترش همکاری ها میان وزارت زراعت و سازمان خوراک و زراعت ملل متحد انجام شد در آن در مورد چگونگی انکشاف زراعت، حفاظت از جنگلات، منابع طبیعی، توزیع تخم‌بذری، اقتصادی سازی جنگلات، عصری سازی زراعت  و معیاری سازی محصولات زراعتی و مالداری صحبت گردید.
مولوی عطاءالله‌ عمری وزیر زراعت از کمک‌های سازمان خوراک و زراعت ملل متحد به دهقانان و مالداران در شرایط فعلی سپاسگزاری نموده افزود:« افغانستان نیازمند کار در بخش‌های مختلف زراعت چون سبزیجات، میوه‌جات، مالداری، اعمار سردخانه‌ها، اصلاح نسل حیوانات می‌باشد، در گذشته روی این مورد کار ثمر بخشی صورت نگرفته است، طرح‌های را تدوین نموده‌ایم که بتوانیم با عملی سازی آن برای زنان و مردان این ملک زمینه مصروفیت ایجاد کنیم، اما؛ امکانات کم داریم ضرورت است که کشورها و سازمان‌های مددرسان جهانی ما را در این بخش‌ها همکاری نمایند».
آقای عمر از پلان‌های وزارت زراعت برای سال آینده نیز سخن زده علاوه کرد « پلان‌های سال‌های آینده ما این است  که زراعت و مالداری عصری و معیاری را به قریه‌ها و خانه‌های افغانستان ببریم تا فرصت کار بیشتر از همه برای زنان مساعد شود تا در خانه شان نفقه حلال پیدا کنند".
در همین حال ریچارد ترانچارد و الکساندر جانس همچنان از تعهد این سازمان جهانی به ادامه کمک‌ها به مردم نیازمند افغانستان سخن گفتند « مسوولیت‌های انسانی و وظیفوی ما است که برای جلب کمک‌ها به دهقانان و مالداران نیازمند این ملک لابیگری و تلاش نماییم و در هر کنفرانس و نشستی سخن بگوییم و ما  با سفر به گوشه و کنار افغانستان دریافتیم که این ملک هیچ نوع مشکل امنیتی ندارد و می‌شود در دورترین منطقه‌ای از این خاک کار کرد و سفر نمود».
 مسوولان سازمان خوراک و زراعت ملل متحد در این دیدار همچنان از علاقه‌مندی کشورهای مختلف در جهت کار و رساندن کمک‌ها به مالداران و دهقانان افغانستان نیز سخن زدند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۲۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل 

۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پروګرامونو د همغږۍ او پلان لوی رییس مولوي عبدالغفور په مشري، په افغاستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا دکرنې ریاست: د راضۍ لوی ریاست پلاوی د فیروز خېلو سیمې له کورونو څخه لیدنه وکړه

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست لخوا پلاوی د پکتيا ولايت احمد آباد ولسوالی د فیروز خېلو سيمې له کورونو او جايدادونو څخه ليدنه وکړه.
د ياد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کوچیانو چارو د سمون لوی ریاست له چارواکو سره وکتل

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوی صدراعظم عثماني، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت د. . .

بازگشت