د هېواد په کچه د ټولو ځمکو د سروې او تصفيې په موخه تعقیبي غونډه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۵:۴
د هېواد په کچه د ټولو ځمکو د سروې او تصفيې په موخه تعقیبي غونډه 

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمګو چارو ریاست مشرتابه د هېواد په کچه د ټولو ځمکو د سروې او تصفیې په موخه تعقیبي غونډه دائره کړه.
دغه غونډه، چې د ځمکو چارو رییس مولوی محمود مظلوم په مشرۍ د اراضۍ ریاست په عمومي تالار کې دائره شوې وه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبري په لارښوونې او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د هېواد ټولې ځمکې سروې او تصفیې په اړه خبرې اترې وشوې.
په پيل کې د اراضۍ رییس مولوی محمود مظلوم ددې ریاست د مسوولینو د زیار او کوښښ څخه مننه وکړه، چې په دې څو ورځو کې په دې اړه بوخت دي او زیار باسي چې يوې نهايي پایلې ته ورسېږي.
د ځمکو چارو رییس وویل، کومه کمېټه چې په ياده موضوع باندې جوړه شوې او خپل مسئوليت پر مخ وړي، وروسته له دې چې په عمومي توګه د ځمکوالۍ په برخه کې يې ټولې کړنلارې بررسي کړې بايد چې په دوه کمېټو سره جلا شي.
لومړۍ کمېټه د ځمکو په حقوقي برخه کې او دويمه کمېټه د ځمکو په تخنيکي برخه کې خپل مسووليتونه په مخ يوسي. ښاغلي مظلوم زياته کړه: «د کار د ښه والي او همدارنګه د کار د چټکتيا په موخه دې د کرنې وزارت نه د مالي، بشري سرچينو او طبیعي سرچینو څانګو څخه دې يو يو کس په رسمي بڼه راوغوښتل شي، تر څو په دېکمېټه کې ګډون وکړي.
په پای کې د اراضۍ رییس د کميټې ټولو غړو ته لارښوونه وکړه، چې د هرې اوونۍ په پای کې د خپل د يوې اوونۍ د کړنې پايله دې د کرنې وزارت له رهبرۍ سره شريک کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۸
Background image

ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ په بېلا بېلو برخو کې پروژې پلي کېږي

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو او د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۸:۵۴
Background image

د کرنې وزارت کې د مخابراتي انتنونو د تثبیت غونډه ترسره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې د مخابراتي انتنونو د تثبیت او تنظیم په موخه غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

بازگشت