د هلمند نادعلي کې د حیواني ناروغیو د مخنیوي په پار درمل شیندنه روانه ده

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۵:۱
د هلمند نادعلي کې د حیواني ناروغیو د مخنیوي په پار درمل شیندنه روانه ده

دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت لخوا، ددې ولایت د نادعلي په ولسوالی کې د څارویو ساتنځایونو کې د حیواني ناروغیو مخنیوي په پار د درمل شیندنې چارې پیل کړي دي.
د یادو درملو په مرسته به د څارویو مضره حشرات، مختلفې حیواني ناروغۍ او خزندې له منځه یوړل شي.
د نادعلي ولسوالی مالداران د هلمند دکرنې ریاست له مرستې او همکارۍ خوښ دي او وایي، چې د یادو درملو د کارونې په پایله کې به یې څاروي له ناروغیو خوندي او د دوی د اقتصادي زیان مخه به ونیول شي.
دغه پروسه به ددې ولایت په نورو سیمو کې هم د ځایي مالدارانو ترڅنګ د کوچیانو د څارویو په ساتنځایو کې هم پلي شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت