د هلمند دکرنې ریاست: بولان طبیعي ځنګل کې ۱۲۰۰ دناجو ونې کښېنول شوې 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۵:۰
د هلمند دکرنې ریاست: بولان طبیعي ځنګل کې ۱۲۰۰ دناجو ونې کښېنول شوې 

دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست لخوا، د بولان طبیعي ځنګل په تخریب شویو  او وچو ځمکو کې د نیالګیو  کیښنولو په دوام دا ځلې په ۱۰ جریبه تخریب شوې ځمکه کې څه دپاسه  ۱۲۰۰ اصله د ناجو نیالګي کښېنول شوي دي.
د هلمند دکرنې ریاست چاراکي وايي، چې د بولان د طبیعي ځنګل هغه سیمې چې د بېلابېلو عواملو له امله یې ونې وچې او یا هم له منځه تللي دي د رغولو چارې یې له وړاندې پیل او تر دې مهاله په چټکۍ سره ادامه لري، چې په ترڅ کې یې تر دې دمه ۱۲۰۰ د ناجو نیالګي کښېنول شوي دي.
د هلمند ولایت د کرنې ریاست د پلان سره سم به ټولو هغو سیمو ته رسیدنه وشي، چې رغونې، د نیالګیو ایښودنې او د اوبو لګولو سیستم جوړولو ته اړتیا لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۰
Background image

خوست کې د شنو خونو د جوړولو بهیر چټکتیا؛ د وسایلو د وېش پروسه تر تخنیکي څار لاندې ونیول شوه

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت تر چتر لاندې، د ترویج عمومي مدیریت په نظارت او د اکشن اېډ مؤسسې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۵۷
Background image

د بلخ ولایت د کرنې ریاست کې د مراجعینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او همغږۍ غونډه ترسره شوه 

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس حافظ محمد موسی مبین له لوري د مراجعینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او د ریاست له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۵۷
Background image

د ننګرهار وادې کرنیز شرکت له لوري د ننګرهار پوهنتون زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوې 

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په بېلابېلو فارمونو او بڼونو کې د کرنې، وترنرۍ، اقتصاد، انجینرۍ او نورو څانګو زده‌کړیالان د خپلو مسلکي زده‌کړو د. . .

بازگشت