د کامې ولسوالۍ د شېدو ټولولو مرکز ته اړین توکي ورکړل شو

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۷ - ۱۴:۵۶
 د کامې ولسوالۍ د شېدو ټولولو مرکز ته اړین توکي ورکړل شو

۲۷ وږی ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اقلیمي بدلونونو له کبله د رامنځته کېدونکو ګواښونو د کمولو پروژې « CDRRP» په همکارۍ ددې ولایت د کامې ولسوالۍ په زاخېلو سیمه کې د شېدو ټولولو مرکز تاسیس او د یاد مرکز په واک کې اړین توکي ورکړل.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر سمیع الله نصرت وایې دغه پروژه چې، ټولیز لګښت یې یو میلیون او ۴۸۸ زره او ۲۰۰ افغانۍ ده دوې برخې لري، لومړی هغه یې د شېدو ټولولو مرکز تاسیس او سمبالول دی، چې ددې مرکز پر غړو ۲۸ قلمه توکي ووېشل شوې او دویمه برخه یې ۸۰ مالدارانو لپاره د شېدو ټولولو او حفظ الصحې کڅوړې وېشل دي، چې ډېر ژر به پیل شي.
د ښاغلی نصرت په خبره د شیدو راټولولو یاد مرکز په مستقیمه توګه له کلیوالو مالدارانو شیدې راټولوي او د لبنیاتو د پروسس د فابریکې په واک کې یې ورکوی، چې هم د کلیوالو مالدارانو د اقتصادي ودې لامل کیږي او هم په هېواد کې د لبنیاتو د پروسس د پراختیا په برخه کې د پام وړ مرسته کوي.
باید وویل شي، چې دغه مرکز لپاره د زاخېلو شورا د غړو له خوا یوه ودانۍ هم ځانګړی شوی دی، چې د شېدو راټولولو، زېرمه او لېږد چارې په کې پرمخ وړل کیږي.
د دغو مرکزونو جوړول د لبنیاتو د پراختیا او کاروبار په برخه کې یو مثبت ګام دی او شیدې ته بازارموندنه کولای شي، چې د مالدارانو اقتصاد ته وده ورکړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیا: پر سلګونو مالدارانو د څارویو خوراکې توکي ووېشل شول

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او»  په مالي ملاتړ او د افغان ځوانانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۹
Background image

د خوست تڼیو ولسوالی کې د چهارمغزو نیالګیو د کېنولو پروژې چارې پیل شوې

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په تمویل، د خوست ولایت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

هلمند کې د چرګانو پالنې سکټور د ستونزو دحل په پار غونډه دایره شوه

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یاد ریاست د مالدارۍ آمر حافظ هدایت‌الله هدایت، د کرنې، اوبو لګولو او. . .

بازگشت