دکرنیزو او څېړنیزو تخمونو د تولید د څرنګوالي  په اړه مشورتي غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۱۱:۱۵
دکرنیزو او څېړنیزو تخمونو د تولید د څرنګوالي  په اړه مشورتي غونډه دائره شوه

۷ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د کرنې وزارت د مسلکي ریاستونو د رییسانو او کارپوهانو او دغه راز د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې د رهبرۍ په ګډون دکرنیزو تخمونو دتولید او پر باکیفیته تخمونو د څېړنو د څرنګوالي په پار مشورتي غونډه دائره وشوه.   
د غونډې په پیل کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د څېړنو پر اهمیت او د اصلاح شویو تخمونو د چمتو کولو په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې افغانستان له انحصار او بې وزلۍ څخه د  خلاصون په موخه او د ځآن بسیاینې پر لور روانېدل سمې څېړنې او د اصلاح شویو تخمونو چمتووالي ته اړتیا لري، ترڅو دغه اصلاح شوي تخمونه د بزګرانو په واک کې ورکړل شي.
همدارنګه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مرستیال نجیب امیرزي او د اړوندو څانګو مسوولینو د څېړنو، د اصلاح شویو تخمونو د وېش او د څارویو د خوراکي توکو په برخه کې د خپلو فعالیتونو او همکاریو په اړه معلومات ورکړل او په دې برخه کې یې د همکاریو پر ژمنو ټینګار وکړ. 
د غونډې په دوام کې د کرنې او څېړنې سکتور کارپوهانو او رییسانو هم خپل نظرونه شریک کړل او د افغانستان اړتیاوې یې مطرح کړل.
په دې کتنه کې دغه راز د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څېړنې او له کروندګرو سره د مرستو په اړه د ګډې همکارۍ په اړه هم خبرې وشوې.


نشست مشورتی چگونگی تولید تخم‌های بذری و تحقیقات دایر گردید
۷ دلو ۱۴۰۲ هـ.ش
گفتمان مشورتی چگونگی تولید تخم‌های اصلاح شده بذری و تحقیقات روی دانه‌های با کیفیت نباتی با اشتراک مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، روساء و متخصصان ریاست‌های مسلکی سکتور زراعت و رهبری سازمان خوراک و زراعت ملل متحد دایر شد.
در آغاز مجلس معین زراعت و مالداری در مورد اهمیت تحقیقات و تهیه تخم‌های اصلاح شده صحبت نموده تاکید نمود که رهایی افغانستان از وابستگی و محتاجی و رفتن به سمت خودکفایی نیاز  به تحقیقات درست و تهیه تخم‌های اصلاح شده بذری دارد تا به دسترس دهقانان قرار گردد.
همچنان نجیب ‌امیرزی معاون سازمان خوراک و زراعت ملل متحد و مسوولان بخش‌های مربوط در مورد فعالیت‌ها و همکاری‌های شان در بخش تحقیقات، توزیع تخم اصلاح شده ‌بذری و خوراک حیوانی معلومات ارائه نموده و به تعهد همکاری‌شان تاکید نمودند.
در ادامه جلسه متخصصان و روساء حاضر سکتور زراعت و تحقیقات نیز نظریات خویش را شریک ساخته و نیازمندی افغانستان را مطرح نمودند.
همچنان در جلسه روی همکاری‌های مشترک در مورد تحقیقات محصولات زراعتی و مالداری و کمک به دهقانان صحبت صورت گرفت.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۴/۹/۷ - ۱۲:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د روسیې د کرنې له وزیر سره وکتل

٧ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش

٧ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
 د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، چې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د روسیې هېواد مسکو ښار ته. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۷ - ۱۲:۱۵
Background image

د کرنې وزارت لخوا د افغانستان برېښنا شرکت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د افغانستان برېښنا شرکت د مالي رييس مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۳:۳۱
Background image

پکتیکا کې د ځنګلونو د بیا رغونې په پار د چهارمغزو او سرسبزۍ پروژه عملي کېږي


۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمریت لپاره د ځنګلونو د بیا رغونې په موخه د. . .

بازگشت