د ننګرهار په څېړنیز مرکز کې پر فیمینولو لیمو څیړنې پیل شوي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۱:۵۸
د ننګرهار د کرنې ریاست په څېړنیز فارم کې د کرنې ریاست او د ننګرهار کرنې پوهنځۍ متخصصینو له لورې پر فیمینولو لیمو اته ډوله څېړنې پیل شوي.

د ننګرهار د کرنې ریاست په څېړنیز فارم کې د کرنې ریاست او د ننګرهار کرنې پوهنځۍ متخصصینو له لورې پر فیمینولو لیمو اته ډوله څېړنې پیل شوي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل د کرنې ریاست او کرنې پوهنځۍ د متخصصینو د فیمینولو لیمو د اوږد مهاله ساتني په موخه  اته ډوله څیړنې پیل کړي دي.
د کرنې رییس وایې نوموړي تجروبي اول وزن کیږي او ټول کمي او کیفي ځانګړتیاوي ثبت او ریکارډ اخیستل کیږي، 42 ورځې وروسته بیا کتل کېږي، چې څومره بدلون یې کړی او کومه یوه تجربه د دې لامل شي، چې لیمو پکې تازه و ساتل شي؛ که هره یو پکې غوره وه همغه به ترویج کوی تر څو بڼوال وکولاې شي چې خپل د لیمو محصولات تر زیات وخت پورې تازه وساتي او د مارکیټ غوښتنو ته ځواب ووايي.
دننګرهار د میوو څېړنیز مرکز چې ۷ اوو ملي کلکسونونه لري پکي پر سلګونو مېوو څېړنې روانې دي او تر دې دمه بڼوالو ته د لسګونو ډولونو دکرلو سپارښتنې شوي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت