د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال له افغان سوداګرو سره وکتل

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۹:۲۷
معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت با تجار افغان دیدار کرد

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان د خپل کار په دفتر کې له افغان پانګوالو عبدالمنان غریبمل او فیروز رانا سره وکتل.
په دې کتنه کې د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان وویل: :«د هېواد اقتصاد په کرنې پورې تړلی دی، خصوصي سکتور او سوداګر باید په دې برخه کې صادقانه خدمت وکړي، ترڅو هم ځان لپاره ګټه وکړي او هم د هېواد د ودې او پراختیا په برخه کې خپله ونډه ادا کړي».
په دې کتنه کې دواړو لورو د هېواد د اقتصاد په ځانګړې ډول د کرنې د سکټور پر ښه والي ټينګار وکړ او يادو سوداګرو د کرنې په برخه کې په ځانګړې ډول کروندګرو ته د کیمیاوي سرو د وېش په برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت با تجار افغان دیدار کرد

مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با عبدالمنان غریبمل و فیروز رنا سرمایه  گذاران افغانی در  دفتر کار اش دیدار و گفتگو کرد.
مولوی باز محمد فیضان معین زراعت و مالداری در این دیدار گفت:« اقتصاد کشور وابسته به زراعت است، سکتور خصوصی و تاجران باید در این بخش صادقانه خدمت نمایند تا هم به خود منفعت کست نمایند و هم سهمی در رشد و انکشاف کشور ایفا نمایند».
در این دیدار دو طرف روی بهبود اقتصاد کشور به ویژه سکتور زراعت تاکید کرده اند، تجار متذکره وعده هرنوع همکاری را در بخش‌های زراعت و به‌خصوص توزیع کودکمیاوی به دهاقین داده اند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت