دکرنې په وزارت کې د قرنطین او نباتې حفظ الصحې کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱ - ۱۵:۱۴
دکرنې په وزارت کې د قرنطین او نباتې حفظ الصحې کمېټې غونډه دائره شوه

۱ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست چارواکو د کرنیزو محصولاتو د معیاري کولو او پر قرنطیني موضوعاتو د خبرو اترو په موخه د کرنې او مالدارۍ په مرستیالۍ کې د قرنطین او بوټو حفظ الصحې کمیټې غونډه دائره کړه.
د نباتاتو د قرنطین موخې، د وارداتي او صادراتي کرنیزو محصولاتو د معاینې فیس، هند او بنګله دیش ته د پنبې صادرات، فوموګېشن او دکرنیزو محصولاتو فوموګېشن، د کرنې وزارت له لارې د سرټیفکېټونو وېش، هند ته د ریحانو صادرات، کیلې او د هغې  فوموګېشن او د نباتي قرنطین نورې موضوعات ددې غونډې د خبرو اترو اصلي محور و.
دغه غونډه د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ، د سوداګرۍ خونې، د کرنې او مالدارۍ خونې، د نورم او سټنډرډ ادارې، ګمرکونو او دکرنې وزارت د یو شمېر چارواکو په ګډون دآئره شوې وه.

جلسه کمیته قرنطین و حفظ‌الصحه نباتی در وزارت زراعت برگزار شد
۱ دلو ۱۴۰۲ هـ.ش
مسوولان ریاست حفاظه نباتات و قرنطین وزارت زراعت، آبیاری و مالداری جلسه‌ کمیته قرنطین و حفظ‌ الصحه نباتی را  در معینیت زراعت و مالداری به منظور معیاری سازی محصولات زراعت و بحث روی موضوعات قرنطینی دایر نموده اند.
اهداف قرنطین نباتی، فیس تفتیش محصولات زراعتی وارداتی و صادراتی، صادرات پخته به کشور هند و بنگله‌دیش، فوموگیشن و تایید محصولات زراعتی قابل فوموگیشن، توزیع سرتیفکیت از طریق وزارت زراعت، صادرات ریحان به کشور هند، کیله و فوموگیشن آن و موضوعات دیگر قرنطین نباتی محور اصلی بحث این جلسه بود.
این جلسه به سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با اشتراک مسوولان از اطاق تجارت، اطاق زراعت و مالداری، اداره نورم و استندرد، گمرکات و شماری از مسوولان وزارت زراعت دایر گردید.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت