خوست کې پر څه باندې ۲۱۳ بزګرانو د کورنیو باغچو اړونده توکي ووېشل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۱:۱۶
خوست کې پر څه باندې ۲۱۳ بزګرانو د کورنیو باغچو اړونده توکي ووېشل شوې

۲۸ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ ددې ولایت د سپېرې ولسوالۍ پر۲۱۳ ګټه اخیستونکو د کورنیو باغچو اړوند پنځه ډوله توکي او کرنیز تخمونه وېشلي دي.
د کورنیو باغچو اړونده دا توکي د غیر موسمي سبو د تولید، مېرمنو ته د کارموندنې، د مېرمنو ونډه د دوی د کورنیو په اقتصادي غوړېدا او د خوراکي تنوع په پار پر دغو بزګرانو وېشل شوي دي.
د خوست ولایت د کرنې ریاست وایي، چې د دغو توکو له وېشلو څخه موخه، د غیرموسمي سبو کښت او تولید دي چې، په عملي کېدو سره یې مېرمنو او بېوزله بزګرانو ته د کار زمینه برابره او د دوی د کورنیو د اقتصادي ودې لامل کېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت